اسلام آباد 08 اپریل (اے پي پي) د عراق د فارن سروس انسټيټيوټ او د پاكستان د فارن سروس اكېډمۍ ترمينځه د مرستې په اړه د تفاهم يادښت لاس ليك كړی شوې۔دستوره د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې وشوه۔د تفاهم په يادښت د فارن سروس اكېډمۍ ډائرېكټر جنرل عمران مرزا او د عراق د انسټي ټيوټ آف فارن سروس انډر سېكرټري ډاكټر صالح حسېن علي ال تميمي لاس ليك وكړو۔د دستورې په مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬خارجه سېكتر سهيل محمود او په پاكستان كښې د عراق سفير حامد عباس لفطه هم موجود وو