د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 5499 كيسونه رپورټ شول ،148 كسان مړه شول ، نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر

image

اسلام آباد 21 اپريل (اے پي پي) د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله پنجاب نه پس خېبرپښتونخوا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 148 كسان مړه شوي چې پكښې 52 كسان په وينټيليټرز وؤ۔د نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر د اړخه جاري بيان له مخي د تيرو 24 ساعتو په مهال ټول هېواد كښې د 5 زره 499 كسانو د كووېډ۔ 19 ټيسټ مثبت راغلے۔د هېواد 4 لويو ښارونو كښې په وينټيليټرز د كووېډ۔ 19 رنځورانو تناسب په لحاظ سره ملتان كښې 85 فيصد،لاهور كښې 81 فيصد،ګوجرانواله كښې 88 فيصد او مردان كښې 91 فيصده رنځوران داخل دي۔دغسې د هېواد څلورو لويو ښارونو كښې د آكسيجن آسانۍ لرونكو كټونو باندې د كورونا رنچځورانو په تناسب سره پېښور 71 فيصد،ګوجرانواله كښې 85 فيصد،نوښار كښې 68 فيصد او سوات كښې 66 فيصد رنځوران پراته دي۔د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 47 زره 301 ټيسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 11 زره 341, پنجاب كښې 21 زره 293, خېبرپښتونخوا كښې 8 زره 26،اسلام آباد كښې 4 زره 388، بلوچستان كښې يو زر 248،ګلګت بلتستان كښې 219، آزاد كشمير 786 ټيسټونه شامل دي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 څخه د ښه شوو كسانو شميره 6 لكهه 72 زره 619 ته رسيدلي۔ ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې د كووېډ۔19 كوم هم رنځور دا مهال په وينټيليټرز نشته دغسې ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 لپاره بيلو كړو وينټيليټرز باندې 522 رنځوران پراته دي۔ د كووېډ۔19 ايكټو كيسونو شميره 83 زره 162 ده۔ ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 7 لكهه 72 زره 381 ده چې پكښې آزاد كشمير كښې 15 زره 873،بلوچستان كښې 21 زره 127، ګلګت بلتستان كښې 5 زره 204، اسلام آباد كښې 70 زره 984، خېبر پښتونخوا كښې يو لكه 8 زره 462، پنجاب كښې 2 لكهه 76 زره 535 او سندھ كښې 2 لكهه 74 زره 196 رنځوران دي۔ ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 له امله د مرګونو شميره 16 زره 600 ده چې پكښې په سندھ كښې 4 زره 559 كسان مړه شوي دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال 2 رنځوران روغتونونو كښې او يو په كور كښې مړ شوے۔ پنجاب كښې 7 زره 664 كسان مړه شوي او په تيرو 24 ساعتو كښې 88 رنځوران روغتونونو كښې او 15 رنځوران كورونو كښې د قرنطينه په مهال د دې وائرس له امله مړه شوي ،خېبر پښتونخوا كښې 2 زره 953 او د تيرو 24 ساعتو په مهال 33 رنځوران روغتونونو كښې د دې وائرس له امله مړه شوي،اسلام آباد كښې 649 كسان مړه شوي دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال 4 رنځوران روغتونونو كښې د دې وائرس له امله مړه شوي،بلوچستان كښې 225 كسان مړه شوي او ګلګت بلتستان كښې 104 كسان مړه شوي، په آزاد كشمير كښې د دې وائرس له امله 446 كسان مړه شوي او د تيرو 24 ساعتو په مهال 2 رنځوران روغتونونو كښې د دې وائرس له امله مړه شوي۔تر اوسه ټول هېواد كښې د كورونا يو كروړ 13 لكهه 19 زره 832 ټيسټونه شوي۔ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 درملني لپاره بيلو شوو 631 روغتونونو كښې 5 زره 350 رنځوران داخل دي

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں