د 5 فيصده څخه زياتو كېسونو سيمو كښې د سكولونو بند ساتلو پرېكړه شوېټول ماركيټونه به ماښام تر شپږو بجو پرانستي وي، په ريسټورنټس كښې تر اختر په آٶټ ډور ډائننګ بندېز لګولے شوے، د دفتر وخت به تر دوه بجو وي. د اسد عمر مېډيا ته بريفنګ٬

image

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير او د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر مشر اسد عمر وئيلي دي د 5 فيصده څخه د زياتو كېسونو په سيمو كښې د سكولونو بند ساتلو پرېكړه شوې، ټول ماركيټونه به ماښام تر شپږو بجو پرانستي وي، په ريسټورنټس كښې تر اختر په آٶټ ډور ډائننګ بندېز لګولے شوے، د دفتر وخت به تر دوو بجو وي، خلق دې د وروستو ورځو انتظار ونه كړي، د اختر تياري دې وكړي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې. اسد عمر د اېن سي او سي د پرېكړو په اړه ووئيل په كومو ښارونو كښې چې د مثبت كېسونو شرح زياته ده، هتله به د نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې هم تر اختر سكولونه بند وي. ده ووئيل د بازارونو د كار وخت به تر 6 بجو وي او يوازې د ډېر ضروري څيزونو د كاروبار اجازه به وي د كومو به چې فهرست جاري كولې شي. ده ووئيل په ان ډور ډائننګ د وړاندې نه بندېز لګولے شوے ؤ، اوس به تر اختر په آٶټ ډور ډائننګ هم بندېز وي. البته د ډوډې اخستلو يا كور ته راغوښتلو اجازه به وي. ده ووئيل په كومو ښارونو كښې چې د كورونا كېسونو شمېره زياته ده ، هلته به تعليمي ادارې بندې ساتلې شي. اسد عمر ووئيل د ماښام د 6 بجو نه پس به يوازې د ضروري نوعيت كاروبار پرانستلے وي. ده ووئيل تر اختر په ان ډور او آٶټ ډور ډائننګ بندېز لګولے شوے خو د ټېك اوے اجازه به وي. په ان ډور جمز هم بندېز لګولے شوے. اسد عمر ووئيل د دفترو وخت تر 2 بجو كړے شوے او د كور څخه كار كولو لپاره په 50 فيصده حاضرې زور راوړلے شوے. ده اندېښنه وښودله چې كه دا رنځ زياتېږي نو لاك ډاٶن كېدے شي. ده ووئيل د بهرنيو هېوادونو څخه د راتلونكو شمېره به كمولې شي. په هېواد كښې د آكسيجن سپلائي 90 فيصده روانه ده او د 75 نه تر 80 فيصده د روغتيا په څانګه كښې كارولے كېږي خو د بهر نه په راوړلو هم غور كولې شي.

مضمون کا ماخذ : کنگ میکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں