اسلام آباد 25 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاكستان كښې په وړومبي ځل كوم حكومت غريب طبقې ښه والي له ګامونه پورته كوي ، سياسي مافياز، كار ټيلز او كرپټ سسټم څخه ګټه پورته كونكي ټول زمونږ پھ ضد دي خو دې جنګ كښې به بريالي كيږي او په هېواد كښې به د قانون بالادستي وي او انصاف نظام به راولو۔ پي ټي آئي چې پاكستان د فلاحي رياست جوړولو لپاره كوم ګامونه پورته كړي هغه تير وزخت كښې كوم حكومت نه دي كړي ، د پاكستان معېشت ښه والي پلو روان دې ، كروندګر سوكاله دي، تعميرات څانګه تندۍ سره پرمختګ كوي، يواځي د سيلګرۍ څانګه سمولو سره مونږ خپل قرض بيرته وركولې شو، تيرو لسو كلونو كښې دوه ګوندونو په وجه د پاكستان قرض زيات شوي۔ انتخابي اصلاحات به راوړلې شي دغسې چې سباؤن كښې څوك د ټګۍ تور نه لګوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د پاكستان تحريك انصاف 25م تاسېس ورځ په موقع خپل ويډيو پيغام كښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان تحريك انصاف سياست كښې يو مقصد ترمخه جوړ شوي ؤ، مونږ ګڼو چې كرپشن هېواد تباه كړې ، په وړمبي ځل كوم سياسي ګوند كرپشن قومي ايشو په توګه رامخي ته كړي۔ وزيراعظم ووئيل قومونه د جنګونو او وسائلو كمي سره نه تباه كيږي بلكه كرپشن څخه تباہ كيږي او كرپشن هم هغه نه كوم چې پټواري، تھانيدار او لاندي طبقه كوي بلكه كله چې حكمران كرپشن كوي نو قامونه مقروض كيدو سره تباه كيږي۔ ټول پرمختګ كونكي هېوادونه هم دغسې وائي، كرپټ حكمران د هېواد روپۍ غلا كولو سره د لانډرنګ د لاري بهر وړي، مونږ طاقتور او كرپټ وګړي د قانون لاندي راوستلو له پي ټي آئي جوړ كړې۔ وزيراعظم ووئيل لوے څښتن سياست ته راوستلو څخه وړندې ما له هر څيز راكړې ؤ، زه د هغه سياستمدارو په شان نه يم كومو چې سياست ته راتللو نه پس هر څه ګټلي ۔ ده د پي ټي آئي سياسي تاريخ بيانولو سره ووئيل وړومبي او دويم اليكشن كښې مونږ ته يو٬ يو سيټ ترلاسه شوي، دا د سياسي هلو ځلو لوئ مشكل پړاؤ ؤ چې پكښې ځيني ملګرو ماتي منلو سره او ځيني پرېښودلو سره وئيلي ؤ چې په كور كښې په مونږ پسي ټوقي كيږي۔ 2002ء په ټاكنو كښې يو څو كسان زمونږ سره پاتي شوي ؤ ۔ ما د كركټ څخه زړه كړي چري مو ماتي نه دې منلي، انسان هغه وخت كاميابيږي كله چې څه خواب ليدلو نه پس د هغي تعبير لپاره نتيجو څخه نه يريږي او خپلي كشتۍ سوزولو سره هلي ځلي كوي۔ وزيراعظم ووئيل زما لپاره د نبي كريمﷺ ژوند ښه مثال ؤ، قرآن مجيد مونږ ته نبي ﷺ د ژوند څخه د زدكړو درس راكوي ۔ نبي ﷺ 13 كاله خپل ژوند كښې په زړه پوري هلي ځلي كړي۔ دا يو داسې دور ؤ كله چې د هغه ځان ته هم خطر ؤ او لوے څښتن د ولږي آزمائش هم پري راوستلې ؤ خو په سخت وخت كښې هم نبي كريمﷺ پھ شا شوي نه ؤ او راروانو لسو كلونو كښې ئې د خپلو هلو ځلو سره د نړۍ تاريخ بدل كړي۔ وزيراعظم ووئيل سياستمدار مي نزدې څخه ليدلي،تر ټولو خراب سياستمار هغه دې كوم چې د اولس نامه اخستلو سره اقتدار كښې راشي او كرپشن كوي او بيا مال جوړ كړي۔ وزيراعظم ووئيل ډير لږ سياستمدار داسې دي كوم چې سياست عبادت ګڼي۔ده ووئيل زما هلو ځلو كښې وړومبي 15 كاله لوئ امتحان ؤ او ما انتظار كولو چې كله به اولس زما ملګرتيا وكړي۔ ما په ميا نوالي كښې ماشومان او ځوانان ځان سره ملګري كړل او بيا مشران هم زما په هلو ځلو كښې شامل شول او په 30 اكتوبر 2011ء لاهور كښې اولس مينار پاكستان ته زما سره راوتلل۔دې نه پس كله چې اليكټ ايبلز وكتل چې زمونږ ګوند په اولس كښې تر ټولو خوښ ګوند دې هغوي هم زمونږ سره ملګري شول ، د 2013ء په ټاكنو كښې زمونږ سره ټكي شوي مونږ د هغي په ضد راوتللو، اوس مونږ د ټګۍ څخه بچ كيدو لپاره انتخابي اصلاحات كوو دغسې چې سباؤن كښې څوك تور نه لګوي چې ټګي شوي۔ وزيراعظم ووئيل كركټ كښې هم نيوټرل ايمپائر مو راوستلي او سياست كښې به هم د ټيكنالوجي په مرسته داسې سسټم راوړو چې څوك هم د ټګۍ تور نه لګوي۔ وزيراعظم ووئيل 2018ء ټاكنو نه پس چې كله مونږ ته حكومت ترلاسه شو نو تر ټولو مشكل حكومت ؤ، مونږ ته د تاريخ تر ټولو ريكارډ خسارې والا حكومت ترلاسه شوي، هېواد ديواليه كيدو ته نزدې ؤ، 10 كلونو كښې د دوه ګوندونو په وجه قرض زيات شوي ؤ،د دغي قرض قسطونو او سود وركول لوي بحران سره مخ ؤ۔ غير ملكي زرمبادلې پانګي ختميدونكي وي ، د روپۍ قدر تندۍ سره كميدو او كه كه دغه نه وي ودرولې شوي نو ګراني به زياتيدې۔په دغه مشكل صورتحال كښې يو اے اي، سعودي عرب او چين پشمول ملګرو هېوادونو زمونږ مرسته كړي۔ وزيراعظم ووئيل نن دوه نيم كاله پس په وړومبي ځل كرنټ اكائونټ سرپلس كښې دې۔ وزيراعظم ووئيل 50 كاله پس كوم حكومت سمال اينډ ميډيم انډسټري پورته كوي، بله ورځ به كسان كارډ لانچ كړې شي،ډير لوي زرعي پيكيج راوړو۔كه مونږ يواځي سيلګرۍ څانګي ته پام لرنه وكړو نو دومره موقعې دي چې ونږ خپل قرض بيرته وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل موسمي بدلون لوي خطر دې، حكومت 10 اربه اوني لګولو پروژه پيل كړي، دوه لوئ بندونه جوړوو چې ورسره به زرعي مقصدونو لپاره اوېه سټور كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل نبي كريمﷺ د مدينې رياست كښې د قوم د كردار تعمير ته پام لرنه كړي، د قانون بالادستي او فلاحي رياست ئې جوړ كړې۔ وزيراعظم ووئيل فلاحي رياست كمزور طبقې ذمه واري اخلي۔ مونږ پاكستان فلاحي رياست جوړولو له هغه څه كړي كوم چې په تير وخت كښې نه ؤ شوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د هېواد د سباؤن جنګ كښې بوښت يو، ټوله سياسي مافياز، كارټيلز او كرپټ سسټم څخه ګټه پورته كونكي زموڼږ په ضد يو شوي خو دې جنګ كښې به بريالي كيږو، لوے څښتن چې مونږ له موم نعمتونه راكړي، د هغي ګټه به هله وي كله چې هېواد كښې انصاف نظام او د قانون سرلوړي وي ځكه چې د دې د لاري قومونه پورته ځي۔ د مدينې رياست كښې هم اول د قانون سرلوړي راغلي او د هغي د لاري سوكاله راغلي۔(