وزیراعظم عمران خان له د الجزیرہ په اونيز پروګرام “سباق الاخبار” (نیوز مقابله) كښې د اونۍ شخصیت په توګه ووټ وركړے شو

image

اسلام آباد۔29اپریل (اے پی پی):وزیراعظم عمران خان له د اسلامو فوبیا مسئلې حل كولو لپاره د دوي په خيالات او هلو ځلو د الجزیرہ اونيز پروګرام “سباق الاخبار” كښې په (نیوز مقابله) كښې د اونۍ شخصیت په توګه ووټ وركړے شوے ۔سباق الاخبار الجزیرہ ټي وي په عربۍ ژبه كښې مؤثر او د يو ساعت اونيز نيغ په نيغه پروګرام دے ۔ دا پروګرام په عربو هېوادونو كښب ډبر خوښولې شي ۔ په دې پروګرام كښې ، چینل په اونۍ كښې د درېو څلورو لويو خبرونو ټاكڼه كوي او د دغې نه پس د كتونكو نه رائے اخلي چې كومه نیوز سټوري او د هغې اړوند شخصیت تر ټولو غوره دے ۔ په دې پروګرام كښې د خبرونو سره سره د مېلمنو سره مركه هم كولې شي ، د الجزیرہ كتونكو د 24 اپریل 2021 په سباق الاخبار پروګرام كښې د اسلامو فوبیا په حقله وزیراعظم عمران خان له په غوره خیالاتو د اونۍ شخصيت په توګه ووټ وركړے دے ۔ د پروګرام په ابتدائي برخه كښې اینکر د وزیراعظم عمران خان په کارنامو رڼا اچولې او بيا ئې تبصرې لپاره شوکت پراچه د نجي ټي وي اینکر د پاکستان نه د ځان سره اغستے۔ ویډیو فوټیج د الجزیرہ په ویب پاڼه https://www.aljazeera.net/ اچولے شوے

مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں