اسلام آباد 29 اپريل (اے پي پي)د نجكارۍ كمېشن چيئرمېن او د نجكارۍ وفاقي وزير محمد ميا سومرو په مشرۍ كښې د نجكارۍ اونيز غونډه كښې د نجكارۍ چارو جاج واخستلے شو۔د نجكارۍ كمېشن لخوا جاري شوي بيان له مخې د نجكارۍ وفاقي سېكرټري حسن ناصر جامي٬د نجكارۍ اېډېشنل سېكرټري خاقان بابر پشمول اعلٰی افسرانو په غونډه كښې ګډون كولو۔د زيارت په ورځ په غونډه كښې وفاقي وزير ته د بېلو ادارو په نجكارۍ كښې په شوي پېشرفت بريفنګ وركړے شو۔د نجكارۍ په ايكټو فهرست كښې انرجي٬انشورنس٬انډسټريز او د رئيل اسټېټ سېكټرز ګڼ شمېر ادارې شاملې دي۔وفاقي وزير د ادارو په نجكارۍ كښې حائل انتظامې او قانوني مسئلې په سمدستي توګه د حل كولو هدايات وكړو۔غونډې ته د وېنا كولو په مهال محمد ميا سومرو ووئيل په نجكارۍ پروګرام د اونيز بريفنګ مقصد د نجكارۍ عمل كښې تندوالے راوستل دي۔محمود ميا سومرو ووئيل د اړوندو ادارو/ډويژنز او ادارو سره په ګډه د نجكارۍ عمل به بشپړولې شي۔ده ووئيل په وخت نجكارۍ سره به د هېواد معيشت ته استحكام ترلاسه شي