اسلام آباد۔30اپرېل(اے پی پی) پاکستان او هنګري د كركيلې ، خوراک، ماحولیات، آبی وسائلو، انجینئرنګ، ووکیشنل ټریننګ او د اربن پلاننګ په شمول د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو اتفاق كړے دے۔ د خارجه دفتر له مخې د هنګري د خارجه چارو او تجارت وزير پیټر سجارتو د جمعې په ورځ خارجه وزارت كښې خپل پاكستاني همڅنګ مخدوم شاه محمود قرېشي سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ په بېلو څانګو او په خاص توګه د تجارتي او اقتصادي مرستې په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل هنګري د اروپا په مهمو هېوادونو كښې شامل دے۔ پاكستان هنګري سره خپلې اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ شاہ محمود قریشی د هنګري خارجه وزير مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په ضد د روانو خلاف ورزيو نه خبر كړو۔ هغه وئيول پاكستان د افغان امن عمل په شمول منطقه كښې امن او استحكام له د مصلحت خپلې هڅې روانې ساتلې دي۔ هغه ووئيل د پاكستان او هنګري ترمينځھ د بزنس ونډو پېل سره دوه اړخيزه تجارت كښې د زياتوالي پراخا امكانات موجود دي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل زمونږ حكومت جغرافیائی اقتصادی ترجیحات ته پام ګرځولے دے۔ دواړو خارجه وزيرانو د كركيلې ، خوراک، ماحولیات، آبی وسائلو، انجینئرنګ، ووکیشنل ټریننګ او د اربن پلاننګ په شمول د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو اتفاق وكړو۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ترسېوري لاندې په بشپړ كېدونكو 9 خصوصي اقتصادي زونز كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي۔ د هنګری خارجه وزير د افغان امن عمل په شمول منطقه كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان د مصالحانه هڅو ستائنه وكړه۔ هغه په تود هركلي كولو د خارجه وزير مننه كولو سره دوه اړخيزه تجارتي ٬ اقتصادي او سياسي اړيكې لا مستحكم كولو له په ګډه هڅو كولو ته اشاره هم وكړه