د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د شجركارۍ كمپائن ترسېوري لاندې پارلېمنټ لاجز كښې اونه نال كړه

image

اسلام آباد۔2ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د وزيراعظم پلانټ فار شجركاري مهم ترسېوري لاندې د زيارت په ورځ پارلېمنټ لاجز كښې اونه نال كړه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چئيرمېن په دې موقعه خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان د موسمي بدلونونو په صورت كښې لويو چېنلجونو سره مخ دے۔ زياتې اونې لګولو سره مونږ د موسمي بدلونونو اثرات كمولې شؤ۔ هغه ووئيل د موسمياتي بدلونونو اثرات زياتې شجركارۍ او ماحول دوست ګامونه پورته كولو سره كمېدې شي۔ د سېنېټ چئيرمېن ووئيل چې اولس دې د وزيراعظم عمران خان په كلين اېنډ ګرين پاكستان كمپائن كښې برخه اخستو سره اونې ولګوي او ماحول دوسته رويه دې خپله كړي۔ هغه ووئيل د موسمياتي بدلون اغېز كمولو له فعاله قانون سازۍ كولو له هڅې كوؤ۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د يوې اندازې لمخې دا مهال د پاكستان يوازې په 5.7 رقبه ځنګلې دي كومه چې د اندېښنې وړ خبر ده۔ اونې نالولو سره به زمونږ چاپېرچل ښكلے شي بلكې دا د آكسيجن هم لويه ذريعه ده۔ صادق سنجراني ووئيل چې د تعليمي او سماجي حلقو په شمول قامي شجركارۍ كښې په انفرادي توګه بايد هر وګړے برخه واخلي دغسې چې پاكستان شين او ښېرازه جوړ كړے شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې عمران خان د كال 2018ﺀ ستمبر مياشتې په دويمه نېټه 10 بلينه ټري سونامي كمپائن پېل كړے ؤ ٬ په پلانټ فار پاكستان 5 كلنه منصوبه كښې تر كال 2023 د 10 بلينه اونو لګولو هدف ټاكلے شوے دے۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں