اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د پاكستان او المان ترمينځه د پلاوي په كچه خبرې اترې د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې وشوې۔د دواړو هېوادونو تجارتي حجم او د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته اتفاق وكړو۔د پاكستاني پلاوي مشري خارجه وزير شاه محمود قرېشي كوله دغسې د المان پلاوي مشري د المان خارجه وزير هائيكو ماس كوله۔دواړه خارجه وزيرانو دوه اړخيزه اړيكو٬بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو او د افغانستان په صورتحال خبرې اترې وشوې۔خارجه سېكتر سهيل محمود٬سپېشل خارجه سېكرټري رضا بشير تارړ او په المان كښې د پاكستان سفير ډاكټر محمد فيصل او نور سينئر افسران هم موجود وو۔خارجه وزير ووئيل په 15 اګست په افغانستان كښې په سمدستي توګه بدلون رامخې ته شوې چې له امله يې د افغانستان په اړه ټولې اندازې غلطې ثابت شوي خو دا خبره خوشبينه ده چې په افغانستان كښې د بدلون په مهال څه ناوړه پېښې نه دې رامخې ته شوي او نه په دې مهال افغانستان د كورنۍ جګړې ښكار شوې۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې د طالبانو قيادت د اړخه د جنګ ختمولو٬د بشري حقونو پاسداري٬د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارولو بيانات د ډاډ وړ دي۔ده ووئيل مونږ د امن ناكه او مستحكم افغانستان خوښي لرو او په دې موقع به د امن مخالف په قوتونو نظر ساتل وي۔شاه محمود قرېشي ووئيل بايد نړيواله ورورولي په دې موقع افغانستان يوازې پرې نه ږدي او د هغوي معاشي مرسته روانه وساتي۔په افغانستان كښې د امن ګټه به ټولې سيمې ته وشي۔شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ د بېلو هېوادونو سفارتي عملې٬نړيوالو ادارو اهلكارو او د مېډيا نمائندګانو د كابل څخه په انخلا كښې مرسته كوو۔خارجه وزير د المان خپل هم څنګ د افغانستان په حقله شريكې تګلارې جوړولو لپاره د خپلې څلورو هېوادونو دورې تفصيلاتو څخه خبر كړو۔ده ووئيل مونږ د افغانستان د صورتحال ترمخه د چېلنجونو مقابلې لپاره د متفقه تګلارې خپرولو له چمتو يو او په افغانستان كښې اجتماعيت لرونكي حكومت جوړولو خوښي لرو۔د پاك المان اړيكو په حقله شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د المان سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي٬په دې خوشحاله يم چې د پاكستان او المان ترمينځه د كامياب سفارتي اړيكو70 كاله پوره كېږي۔دواړه خارجه وزيرانو د سيمې صورتحال په حقله دوه اړخيزه مشاورت روان ساتلو ته سلا شول۔