اسلام آباد 01ستمبر (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد د جاپان حكومت په سفارش د افغان وګړو وتلو له د بشپره معاونت كولو باور وركړے، د شوروپه ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې داخله وزير شېخ رشيد احمد سره پاکستان كښې د جاپان سفير کونينوري مستودا ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د پاك جاپان دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د جاپان سفير افغانستان څخه په انخلاء كښې د پاکستان د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ده د جاپان وګړو او د پرمختيائي ادارو د عملې په وخت په معاونت كولو د پاكستان مننه وكړه ۔ داخله وزير ووئيل مونږ په افغانستان كښې د تل پاتي امن خواهش مند يو٬ د افغانستان امن د منطقې پرمختګ او د نړۍ امن لپاره ضروري دے۔ ده ووئيل افغانستان څخه د غېر ملكيانو پشمول د افغان وګړو وتلو لپارهكار كوٶ٬ په داخله وزارت كښې مركزي سهولت ډېسك جور كړے شوے كوم چې 24 ساعته كار كوي۔ده ووئېل پاکستان په بشري بنيادونو خپله ذمه وارۍ ترسره كوي٬ پاكستان د تېرو 40 كالو راهسې د 40 لكه افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ د جاپان سفير ووئيل د پاکستان لخوا د افغان كډوالو كوربتوب د ستائنې وړ دے ٬ دغسې افغان كډوالو لپاره جاپان هم يو اېن سره په ګډه 164 مېليونه ډالره مرسته كړې