اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي افغانستان كښې امن سره به د مېنځنۍ آسياء هېوادونو سره زمونږ تجارت او اقتصادي روابطو كښې بهتري راشي، اوسنے حكومت د اورسيز پاكستيانو خېرښګړې او د دوي مسئلې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو عزم لري۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې د اقتصادي سفارت کارۍ پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې خارجه سېكرټري سهېل محمود، خاص سېكرټري رضا بشير تارړ او د خارجه وزارت لوړ پورو سره سره په غونډه كښې د ترکمانستان، آزربائيجان، کرغزستان ،تاجکستان ،ازبکستان ،سري لنکا، بنګله دېش، نيپال، مالديپ او په برونائي كښې د پاكستان سفيرانو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ شاه محمود قرېشي ووئيل لكه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې مونږ خپل پام جغرافيائي اقتصادي ترجيحات پلو ګرځولے او تاسو به هم خپل هدفونه سر كولو لپاره “اقتصادي سفارت کاري” په موثره ډول وكاروې ۔ ده ووئيل ما د مېنځنۍ آسياء د يو څو هېوادونو دوره كړې او دوي سره مې ګټور ملاقاتونه شوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل اوسنے حكومت د اورسيز پاكستيانو خېرښګړې او د دوي مسئلې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو عزم لري ٬ مونږ د دوي د شكايتونو ازالې لپاره، اېف اېم پورټل په بشپړه توګه فعالو له هڅې كوٶ دغسې چې د دوي ګيلې په وخت لرې كړې شي۔ په غونډه كښې ګډون كوٶنكو سفيرانو د اقتصادي سفارت کارۍ له مخې د خارجه وزارت لخوا وركړې شوې هدفونه سر كولو لپاره د شوو هلو ځلو نه خارجه وزير خبر كړو، په دې هدفونو كښې تجارت٬ سېلګري، د سرمايه کارۍ وده او د پاکستان برآمدات زياتولو لپاره ھغه بازارونو ته رسنه شامل ده۔ خارجه وزير د اقتصادي سفارت کارۍ پحقله د سفيرانو د هلو ځلو ستائنه وكړه