اسلام آباد 06 کتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین وئیلي دي وړومبے خو به وزیراعظم عمران خان د نیب مشر ټاکلو لپاره شهباز شریف سره مشوره نه کوي. اپوزیشن كه شوق لري نو هغوي باید د اپوزېشن ليډر بدل کړي. په شهباز شریف د نیب تورنه دي۔ د شورو په ورځ ورځ د قانون وفاقي وزیر فروغ نسیم سره یو خبري کنفرنس ته په وینا کښې د اطلاعات وفاقي وزیر ووئیل زمونږ هدف د نیب مقدمې منطقي انجام ته رسول دي ۔”د دې آرډیننس دوئمه برخه ايكټ به هم راځي۔ مونږ به د اپوزېشن سره د قانون په اړه مشوره کوو۔ مونږ اپوزېشن له بلنه وركوو چې كه هغوي نلا ترامیم كول غواړي یا خپلي رائې وركول غواړي نو مونږ له دې راكړي، مونږ به د پارلیمنټ ایکټ ترمخه اصلاحات كوو۔ده ووئيل نیب د لوئې كرپشن مخ نيوي لپاره جوړ شوے ؤ،په دې كښې د کاروبار او نورو څيزونو په شاملولو د نیب معیار ختم شوے،مونږ نيب قوي كول غواړو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزیراعظم عمران خان به د نيب چیئرمېن تقررۍ په اړه د اپوزیشن لیډر شهباز شریف سره مشاورت نه كوي، په دې اړه وړاندې څخه زمونږ موقف واضح دے چې اپوزیشن سره به مشاورت كولې شي خو شهباز شریف سره به نه كېږي ځكه چې شهباز شریف د نیب ملزم دے او هغه څخه د مشاورت غوښتنه داسې ده لكه چې د غل څخه پوښتنه وكړې شي چې ستا تھاڼیدار به څوك وي۔ده ووئيل كه اپوزیشن د لیډر آف اپوزیشن سره د مشاورت کولو شوق لري نو بايد هغوي خپل اپوزیشن لیډر بدل كړي۔ده ووئيل ځيني وګړي خواهش لري چې مونږ د غلو په پوښتنه يا خوښه تھاڼیدار ولګوو۔ده ووئيل كه اپوزیشن لیډر څه لږه غوندې حيا لري نو پخپله دې د اپوزیشن لیډر چوكۍ څخه اخوا شي، يو كس كوم چې د نیب ملزم وي او هغه په دې ضد وي چې د نيب چیئرمېن په تقررۍ دې هغه سره مشارت وكړے شي دا غیر مناسب ده۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ د نيب د دائره كار څخه نجي او بینکنګ شخړې او د ټیکس چارې اغستې دي ، نیب اوس لوئې كرپشن ته پام لرنه كوي،بايد نیب په لويو كبانو نظر ولري٬ ده ووئيل د عدالتونو شميره هم زياتوو ، د هغې تګلاره به بدلولې شي او دا به لا قوي كولې شي۔ دووئېل د پراسیکیوشن قوي كولو لپاره پراسیکیوټر جنرل آفس به هم قوي كولے شي، اوس پراسیکیوټر جنرل كوم چې ریفرنس فائل کوي هغه به ذمه وار وي چې په دې كښې سزا هم واورولې