اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان بهرنۍ سرمايه كاري هېواد ته راوړلو كښې د متحده عرب امارات په ماډل عمل كول غواړي٬ ګوادر پورټ د منځنۍ آسيا رياستونو ته تر ټولو نزدې دې ٬ دا نړيوال تجارت لپاره يوه اضافه ده او د متحده عرب امارات جبل علي پورټ چې كوم كار كوي دا به هغه لا پراخا كړي٬ دواړه سي پورټس يو بل مضبوطولې شي۔ اماراتي خبري اژانس سره يوه خصوصي مركه كښی صدر مملكت ووئيل ګوادر پورټ د روان كال په مئي مياشت كښې په بشپړه توګه آپرېشنل شوے دے او د 50 زره ډېډ وېټ بلك كېريئرز سنبالولو صلاحيت لري۔ د متحده عرب امارات وزيراعظم شېخ محمد سره خپل ملاقات كښې د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د سفارتي اړيكو 50 مې سالګرې په اړه خپلو خبرو كښې ډاكټر عارف علوي ووئيل ما ته هغه سره په ملاقات كولو خوشحالي شوې ده٬ په نړۍ كښې د دبۍ كردار د ستائنې وړ دے٬ دبۍ د محدود وسائلو باوجود د ګردې نړۍ وسائل خپل پلو ترغيب كړي دي۔ صدر مملكت ووئيل هغه ماته خپل كتاب [میری کهانی] راكړو كوم چې په اردو ژبه كښې دے زه به دغه كتاب ضرور لولم ولې چې زه د هغه د ژوند په حالاتو كښې خوښي لرم چې هغه څنګه د بدلون مشري وكړه او بيا ئې خپل هېواد د پرمختګ نوې بام ته ورسولو۔ دا د دبئی او متحدہ عرب امارات يوه ځانګړې تجربه وه او هم دا مونږ پاكستان كښې كول غواړؤ۔ هغه ووئيل متحده عرب امارات سره اړيكو كښې تېرو كلونو كښې په زړه پورې بهتري رامخې ته شوې ده۔ صدر عارف علوی ووئيل پاکستان د متحدہ عرب امارات په ډول د يو بل كاروباري ډومېن جوړولو هڅه كوي ٬ كه مونږ سره يو اړخ ته خصوصي اقتصادي او برآمدي زونز دي كومو كښې چې د صنعتي سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كېږي نو بل اړخ ته يو خصوصي ټېكنالوجي زون اتھارټي هم لرؤ چرته چې خلك سرمايه كاري كولې شي او حكومت د دې خبرې ضمانت وركوي چې هغوي خپله سرمايه او منافع ويستلې شي٬ كوم ټېكس نشته او دا د سرمايه كارۍ جنت دے۔