د ډاكټر ثانيه نشتر او د بلوچستان چيف سېكرټري مطهر نياز رانا په مشرۍ كښې غونډې د هرنائي زلزله ځپلو د بحالۍ په اړه د روانو اقداماتو او نورو مهمو چارو تفصيلي جاج واخستو

image

كوئټه 22 اکتوبر(اے پي پي)د وزيراعظم د غربت تخفيف خاص مرستيالې او د احساس پروګرام مشرې ډاكټر ثانيه نشتر او د بلوچستان چيف سېكرټري مطهر نياز رانا په مشرۍ كښې غونډې د هرنائي زلزله ځپلو بحالۍ په اړه د روانو اقداماتو او نورو مهمو چارو تفصيلي جاج اغستے دے ۔په غونډه كښې د كورنيو چارو اېډېشنل چيف سېكرټري ارشد مجيد او نورو چارواكو هم ګډون وكړو۔په دې موقع ډاكټر ثانيه نشتر غونډه خبرولو كښې ووئيل د هرنائي زلزلې نه پس هغې د ځپليو سيمو پخپله دوره كړې۔هغې ووئيل ځپليو ته به د ضروري مرستې نه علاوه د وفاقي حكومت لخوا نغده مرسته هم وركولې شي۔په دې موقع د بلوچستان چيف سېكرټري د وفاقي حكومت مننه وكړه او وې وئېل د هرنائي زلزلې نه پس په سمدستي توګه نوټس اخستلے شوے۔ده ووئيل د زلزله ځپليو د مرستې كار په ښه ډول روان دے

مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں