اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي)په پاكستان كښې د معدنيات پراخه ذخيره موجود ده خو تراوسه د دې پوټينشل څخه بشپړه استفاده پورته نه كړې شوه۔د دې خيالاتو څرګندونه د صنعت او پېداوار وفاقي وزير مرتضٰی محمود د زيارت په ورځ د اسلام آباد چيمبر آف كامرس او پاكستان سټون ډوېلپمنټ كمپنۍ په اشتراك سره اسلام آباد چيمبر اف كامرس كښې سېمينار ته د وېنا كولو په مهال كړی۔ده ووئيل د ټولو شراكتدارو په وړاندېزونو سټون انډسټري كښې ښه والے راتللے شي خو د بده مرغه په هېواد كښې يواځې لارج سكيل انډسټري ته پام لرنه شوې او په تېر وخت كښې سمال انډسټريز په بشپړه توګه نظر انداز كړې شوې ۔ده ووئيل دا مهال په هېواد كښې د سټون انډسټري برآمدات 37 ملين ډالرز دي خو د برآمدات دا حجم ډېر كم دے٬په دې انډسټري كښې لا بهترۍ دا حجم تر 337 ملين ډالرز پكار دے۔په دې لړ كښې هغه د دې سېكټر سره تړون لرونكې سټيك هولډرز ته بلنه وركړه چې هغوي راشي او په ګډه په دې سېكټر كښې د ښه والي لپاره خپل تجاويز او رائے حكومت ته وړاندې كړي او حكومت به دې سېكټر ته رامخې ته شوو مسئلو حل كولو لپاره خپلې بشپړه هڅې كوي