سمرقند 15ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د تاجكستان اعلٰی قيادت سره د پلاوي په كچه ملاقات كړېے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دا ملاقات په سمرقند كښې د شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو په غونډه كښې د ګډون لپاره د ازبكستان د دورې په موقع شوے۔په دې موقع خارجه وزير بلاول بهټو زرداري٬د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل او طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره وو