اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي عمران خان د الېکشن کمېشن په وړاندې دروغ وئيلي٬ ھغه بهر هېوادونو څخه ډالۍ اخستې او خپله ئې خرڅې كړې، ھغه له قانون ته مخ كېدل پكار دي٬ وړومبے د عمران خان فارن فنډنګ نيولے شوے٬ اوس ئې غلا ونيولې شوه۔ د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ خاص مرستيال عطاء تارړ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن شاه نواز رانجھا سره پرېس كنفرنس ته كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د عمران خان په ضد پرېكړه كښې الېکشن کمېشن د صبر او تحمل مظاهره كړې، پي ټي آئي د بې انصافۍ شور كوي حالانكه بې انصافي په ھغه صورت كېږي كله چې قانون د هر څيز احاطه نه كوي،د اولس د متنخب نمائنده په توګه د انتخاب په مهال ګوشوارے جمع كول وي او انتخاب نه پس هر كال ګوشوارے جمع كول وي۔ ده ووئيل منتخب نمائندګان پابند كړے شوي چې ھغوي خپلې ګوشوارې هر كال تر 31 دسمبر جمع كړي۔ ده ووئيل عمران خان په 2019، 2020 او 2021 كښې خپلو ګوشوارو كښې بهر هېوادونو څخه ترلاسه ډالۍ نه دي څرګندې كړي ٬ ھغه ېرېدو كه دا ګوشوارې ظاهرې كړي نو بد ديانتي به رامخې ته شي او اولس به ترې د دې حقيقت پحقله پوښتنې كوي۔ ده ووئيل الېکشن کمېشن عمران خان پنځو كالو لپاره نااهله ګرځولے او د ھغه په ضد ئې د فوځدارۍ كاروائې هم وئيلي دي ځكه چې عمران خان د الېكشن كمېشن په وړاندې دروغ وئيلي۔ ده ووئيل د عمران خان په ضد دستاوېزي ثبوت شته۔۔ په دې موقع خاص مرستيال عطاء تارړ ووېيل عمران خان ډالۍ خرڅې كړي٬ ھغه ئې غلا كړي او د ھغې روپۍ ئې پټې كړې ٬ د بېنك سټېټمنټ وركولو نه ئې هم انكار كړے۔ ده ووئيل عمران خان غټ غل دے چې په تاريخ كښې ئې مثال نه موندلے كېږي