اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان د كلتور په لحاظ سره متنوع هېواد دے چرته چې د هندوانو٬عيسائيانو پشمول د بېلو مذهبونو اقليتونو كورونه دي چرته چې ټول خلق په په امن سره اوسېږي او د پاكستان په پرمختګ كښې خپل كردار ادا كوي ٬ په هند كښې اقليتونه بدترين مذهبي امتياز او عدم برداشت سره مخ دي كومه چې د افسوس وړ خبره ده ٬زمونږ حكومت د اسلام حقيقي پېغام ته ودې وركولو لپاره رحمت اللعالمين(ص)اتهارټي جوړه كړې۔د ګل په ورځ د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا ترلاسه خبرپاڼې له مخې وزيراعظم عمران خان د كينربري آرچ بشپ سره ملاقات كړے۔وزيراعظم په دې موقع د مذهبونو ترمينځه همغږي٬مذهبي برداشت او د بېلا بېلو مذهونو خلقو ترمينځه د تعلق اهميت رامخې ته كړو۔وزيراعظم د پاكستان په آئين كښې د اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره د خپل حكومت د عزم پخلے هم وكړو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان په كلتوري لحاظ متنوع هېواد دے دا د هندوانو او عيسائيانو پشمول د بېلا بېلو مذهبي اقليتونو كور دے او دا خلق په امن سره اوسېږي او د پاكستان په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ده په دې د افسوس څرګندونه وكړه چې ګاونډي هېواد هند كښې اقليتونه او په خاص توګه مسلمانان بدتره مذهبي امتياز او عدم برداشت سره مخ دي۔وزيراعظم آرچ بشپ ته ووئيل حكومت د اسلام حقيقي پېغام ته وده وركولو لپاره رحمت اللعالمين(ص)اتهارټي جوړه كړې۔آرچ بشپ په دې موقع ووئيل مذهبي رواداري او يو بل سره په امن پاتې كېدل د وخت ضرورت دے۔د دې څخه وړاندې آرچ بشپ جسټن ويلبي د پېښور په آل سينيټس چرچ كښې د اتوار په اجتماع كښې ګډون وكړو او د امن او مذهب د همغږۍ پیغام يې وركړو۔