د قامي اسملبۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د پلاوي د حضرت محمدۖ په روضه حاضري وكړه

image

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف په مشرۍ كښې د حضرت محمدﷺ په روضه حاضري كونكے پلاوي د قامي اسمبلۍ منظورۍ كړے قرارداد د مسجد نبويﷺ سره متصل ميوزيم كښې اېښودو لپاره ډائرېكټر جنرل سعادۃ يحييٰ بِن عطيۃ الکناني ته وړاندې كړے۔ قامي اسمبلۍ په كال 2016 كښې په متفقه توګه د پاس كړي قرارداد له مخې هر كال د لوړې كچې پلاوې په ربيع الاول كښې پخپل خرڅ د روضه رسولﷺ حاضري كوي او د ټول قام لخوا عقيدت او سلام وړاندې كوي۔ په عربۍ او انګليسۍ كښې جوړ كړے شوے قرارداد د قامي اسمبلۍ غړې شهناز سليم ملك، د لوړې كچې د پلاوي سېكتر چوهدري مختار احمد او د پارلمان د كمشمير كمېټۍ ډائرېكټر جنرل رضيه سلطانه وړاندې كړے۔ دا خبره د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا په جاري بيان كښې شوې ده

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں