د هندي بربريت په ضد پرله پسې استقامت د كشميري اولس د مړانې نوې تاريخ رقم كوي٬ مقررين

image

اسلام آباد۔ 25 اکتوبر(اے پی پی) د کشمیر انسټی ټیوټ آف انټرنېشنل ریلېشنز تر اهتمام لاندې يو سيمينار كښې مقررينو آزادۍ لپاره د كشميريانو د اوږدې مودې هڅو او قربانيو ستائنه كولو سره وئيلي چې د كشميري اولس مقاومت او شجاعت د مړانې يو نوې تاريخ رقم كوي۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې ”آزادی، انصاف او مساوات: د هند د 75 كلنې غیر قانونی قبضې په ضد د كشميريانو استقامت” په سرخط راجوړ كړې شوي سيمينار كښې د زده كړې پوهانو ٬ سياسي لارښودو ٬ پخوانو سفارتكارو او د بشري حقونو كارمندانو ګډون وكړو۔ په دې مهال د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم سردار عتيق احمد خان به شمول د قومي اسمبلۍ غړې مسرت زارا ٬ د مسلم ليګ نون آزاد كشمير څانګې صدر شاه غلام قادر ٬ سفير ممتاز زارا بلوچ ٬ اېګزېكټيو ډائرېكټر سي پي ډي آر ارشاد محمود او نور اړوند اعلی چارواكي موجود وو۔ سيمينار ته خپل خطاب كښې مقررينو ووئيل د تېرو 75 كلونو په مهال د هند په قبضه كړې شوې سيمه كشمير كښې اولس د نړۍ د درېم لويې پوځ ظلم او جبر سره مخ دے۔ دوئي د هندي پوځ لخوا د رياستي ترهګرۍ او د بشري حقونو خلاف ورزيو په زياتېدونكو پېښو د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره ووئيل هند په تش لاس كشميري وګړو ناروا ظلم او زياتې كوي۔ دوئي ووئيل د نړيوالې ورورولۍ لخوا مظلوم كشميرې اولس د هند د ظالمانه قبضې په رحم او كرم پرېښودل به ناانصافي وي۔ دوئي ووئيل د مودي حكومت لخوا د كال 2019 اګست مياشت كښی د جموں وكشمير د خصوصي حېثيت منسوخ كېدو څخه وروستو په مقبوضه سيمه كښې سياسي او د بشري حقونو صورتحال زيات ناوړه شوې او دې غېر قانوني ګام سره د كشميري اولس سماجي ٬ سياسي او معاشي ژوند زيات ځپلې شوې دې۔ دوئي ووئيل د مودي په دور كښی په هند كښې په لويه كچه بنياد پرستي ٬ عدم برداشت او انتها خوښي اوس د سيمې امن او استحكام لپاره يو سنګين خطر دے۔ دوئي د كشمير پخواني مسئلې په سوليز حل زور راوړو كومه چې په سوئيلي آسيا كښې د ناامنۍ او تاؤ تريخوالي يو لويے سبب دے۔

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں