د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا 2142 کیسونه رپورټ شول ، 84 كسان مړه شوي، 35 زره 621 ټیسټونه شوي، نېشنل کمانډ اینډآپریشن سنټر

image

اسلام آباد23دسمبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اینډ آپریشن سنټر د کورونا وائرس وباﺀ په اړه تازہ شميرې جاري كړي۔ د نهې په ورځ د این سي او سي لخوا جاري شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا 2142 كسانو ټیسټونه مثبت راغلي او 84 كسان مړه شوي چې پكښې 47 په وینټی لیټرز وؤ دغسې 11 رنځوران په كورونو كښې وؤ۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال د کوورونا 35 زره 621 ټیسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 10 زره 914، پنجاب كښې 15زره 214، خېبرپښتونخوا كښې 4 زره480، اسلام آباد كښې 3 زره 770، بلوچستان كښې 380،ګلګت بلتستان كښې 396، آزاد کشمیر كښې467ټیسټونه شامل دي۔تر اوسه ټول هېواد كښې د کووډ۔19 نه د ښه شوو كسانو شميره 4 لكهه 15 زره 352 ته رسيدلې۔ګلګت بلتستان، آزاد کشمیر او بلوچستان كښې د کووېډ۔19 کوم هم رنځور دا مهال په وینټیلیټرز نشته۔ هېواد كښې د کووډ۔19 ایکټو کیسونو شميره 37 زره 905 ده۔

مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں