اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) پاكستان او متحده عرب امارات دوه اړخيزه مرسته لا تندولو له د اعلی كچې تګ راتګ لا زياتولو ته سلا شوي دي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د خالي په ورځ نائيجر كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 47 مې غونډې په موقعه د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د يو اے اي وزير رېم الهاشمي ترمينځه ملاقات وشو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه مرسته ٬ كووډ – 19 صورتحال ٬ اېكسپو كښې د پاكستان په ګډون او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمينځھ د ورورولۍ نزدې اړيكې او د اولس ترمينځه رابطې په ډاګه كړې او په بېلو څانګو كښې ئې عرب امارات سره نزدې مرستې له د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ خارجه وزير اماراتي وزير د يو اے اي وېزې حوالې سره پاكستاني وګړو ته د پېښو ستونزو نه خبرولو سره ددې مسئلې زر تر زره حل كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړو اړخونو د او آئي سي په معاملو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او اسلامي نړۍ لپاره ئې د متحده او بنيادي پلېټ فارم په حېث ددې لا مستحكم كولو په اهميت زور راوړو۔