اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز وئيلي دي د ګلګت بلتستان ټاكنو پحقله كه څوك ګيله لري نو الېكشن كمېشن سره دې مراجعه وكړي، په دا ډول اسلام آباد ته د راتللو خبرې د ماشومانو سوچ دے٬ بلاول بھټو كه سياست كول غواړي نو پخپل عمل او سياست كښې به پوخوالے راوستل وي، د تحريك انصاف حكومت وړومبنې حكومت دے چې پكښې موروثي سياست نشته، مخالفه ډله د ماضي په كرپشن پرده اچولو لپاره هڅې كوي، په هېواد كښې د غنمو او چينو كمے نشته٬ ذخيرہ د خپل حدف له مخې لرو ۔ده د خزانې صلاحكار ډاکټر عبد الحفيظ شېخ سره په ګډه د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ وركولو۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز ووئيل معاشي اشاريې مثبت پلو روانې دي، سټاك اېکسچېنج ، غېر ملکي سرمايه کاري او د لارج سکېل مينو فيکچرنګ پشمول په هره څانګه كښې بهتري راروانه ده٬ د وزيراعظم هدف دا دے چې د روزګار موقعې رامخې ته شي٬ په هېواد كښې سوكالي راشي او حالات بهترۍ پلو روان وي۔ ده ووئيل د کوويډ-19 دوېمه چپه راغلې په دې لړ كښې به مونږ له زيات احتياط كول وي۔ ده ووئيل هېواد كښې د غنمو كمے نشته ٬ ذخيره د هدف له مخې لرو، چرته هم د كمي شكايت نشته۔ده ووئېل 42 لکھ ټنه غنم موجود دي، 19 لکھ ټنه غنم په لاره دي، د ټي سي پي او د حکومت نه حكومت سره د غنمو لوظنامې به تر فرورۍ بشپړې شي او تر فرورۍ مونږ سره غنم موجود دي۔ده ووئېل د نوي فصل نه پس به مونږ سره سرپلس سټاك پروت وي۔ د اطلاعات وزير ووئيل برآمد كړي چينې د پنجاب په يوټيلټي سټور كښې په 68 روپۍ كلو خرڅېږي، بشپړه هڅه كوٶ چې د غلې ذخيره او د بيعو په اړه حالات په قابو كښې وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په جمهوري معاشره كښې احتجاج وي٬ معيشت د بهترۍ پلو روان دے٬ مخالفه ډله هڅه كوي چې حكومت كار ونه كړي او مقبول نه شي۔ ده ووئيل دا حكومت د ټولو حكومتونو نه مختلف دے٬ موروثي سياست نشته، د عمران خان په شكل كښې داسې قيادت راغلے كوم چې خپل ذاتي كاروبار نه لري، پاتې قيادت د ماضي كرپشن بچ كولو لپاره داسې كوي۔ده ووئېل د بے نظير په شهادت پيپلز پارټي په اقتدار كښې راغلې ٶه۔ ده ووئيل الېكشن كمېشن اصل فورم دے كه ګيلې وي نو ھغه عمل دې ترسره كړے شي ٬ د ثبوتونو په بنياد احتجاج وكړۍ ۔ده ووئېل په هېواد كښې كه سياست كول غواړې نو په سياست او خپل عمل كښې به پوخوالے راپېدا كول وي۔(GUL/ZIA/1802)