د راروانو 24 ساعتو په مهال د اسلام آباد پشمول بره پنجاب او د هېواد زياتره سيمو كښې به موسم يخ وي، د موسمیات محكمه

image

اسلام آباد 26 نومبر (اے پی پی) د موسمیات محكمې وئيلي دي د راروانو 24 ساعتو په مهال د اسلام آباد پشمول بره پنجاب او د هېواد په زياتره سيمو كښې به موسم يخ او خشك وي، د پنجاب میدانی سيمو او بره سندھ كښې د سهار په وخت د لړې امكان دے دغسې كشمیر، ګلګت بلتستان ، خېبر پښتونخوا او د شمالی بلوچستان غريزو سيمو كښې به يخښني وي۔ د موسمیات محكمې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال پنجاب، خېبر پښتونخوا، بلوچستان، ګلګت بلتستان ، كشمیر او د سندھ په ځينې سيمو كښې باران او په غرونو واوره شوې ۔كم نه كم درجه حرارت منفی 12 كالام ٬ منفی 6 ګوپس ، سكردو،قلات كښې منفی 5، بګروټ، مالم جبه، كوئټه كښې منفی 4، میر كھانی،پاراچنار او استور كښې منفی 01 ډګری سینټی ګریډ ریكارډ كړے شوے۔ تر ټولو زيات باران پنجاب،اسلام آباد زیرو پوائنټ كښې 39، هوائي ميدان 13، سیدپور 32، بوكړه 27، مری 36،پينډي 34، چكوال 6، بھكر 5، اټك 4، ساهیوال، سرګودھا 2، جوهر آباد، جھنګ، ګجرات، ټوبه ټیك سنګھ، جهلم، قصور، منګله كښې 01 ،خېبر پښتونخوا، كالام كښې 30، میركھانی 22، مالم جبه 20، كوز دیر كښې 19 ، بره دير كښې 15 ،پټن 19، چراټ 17، بالاكوټ، سیدوشریف 16، كاكول 13، تخت بائی 10، دروش 7، پېښور كښې 7، چترال 6، پاراچنار 2، كشمیر ،ګړھی دوپټه 29، مظفرآباد 21، راولاكوټ19 ، كوټلی 8 ، بلوچستان ژوب 5، ګلګت بلتستان، بګروټ كښې 01 ،سندھ، ټنډو جام كښې يو ملی میټر باران شوے، په دې مهال كالام كښې 15 او مالم جبه كښې 10 انچه واوره شوې ده ۔

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں