هند د پاكستان بدنامولو لپاره د جعلي آپرېشن غوندې اقدامات كولے شي، نړيواله ورورولي دې د پاكستان لخوا په وړاندې كړي ډوزيئر كاروائي وكړي۔ د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند محمد حفيظ چوهدري د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير نګروټا ضلع كښې تش د نوم د ترهګرۍ بريد په اړه د هند د خارجه وزارت د غېر ملكي سفيرانو يوې ډلې ته د وركړي بريفنګ په غبرګون وئېلې دي پاكستان كښې د هند د ترهګرۍ هلو ځلو د فعاله منصوبه بندۍ٬ مالي معاونت كولو او عملدرآمد او په مقبوضه كشمير كښې د رياستي ترهګرۍ پحقله د نه رد كېدونكو شواهدو جاري كولو نه پس د هند حكومت د پاكستان په ضد كمپائن ګړندے كړے۔ وياند ووئيل د هند په تورونو او ناسمه بيانيه حقائق نشي بدلېدے٬ د پاكستان په جعلي اپرېشن يا بريد كښې د لاس لرلو ډنډوره هېڅ حېثيت نه لري٬ هند خپلې ناسمې بيانيې څخه نړۍ نشي ګمراه كولې۔ وياند ووئيل د هند د خارجه وزارت بريفنګ په مقبوضه كشمير كښې د مبينه بريد په منصوبه بندۍ كښې د پاكستان د شرارت په توګه د ككړ كولو يوه بله هڅه ده۔ د پاكستان په ضد د هند د بې بنسټه تورونو لګولو مقصد په مقبوضه كشمير كښئ د رياستي ترهګرۍ او د پاكستان په ضد د ترهګرۍ د رياستي سرپرستۍ څخه د نړيوالې ورورولۍ پام د اخوا كولو يوه ناكامه هڅه ده۔ وياند ووئيل پاكستان نړيواله ورورولي د پاكستان بدنامولو او سيم ايز امن او سلامتيا خطر سره د مخ كولو په غرض د هند د ممكنه جعلي فلېګ اپرېشن نه پرله پسې خبر كړې ٬ مونږ يو ځل بيا نړۍ خبروٶ چې هند د پاكستان بدنامۍ لپاره د جعلي آپرېشن غوندې اقدامات كولے شي۔ وياند ووئيل پاكستان به دغسې هند بې نقابه كوي او هند به په بې بنسټه ډنډوره نړۍ ګمراه نه كړي٬ وياند د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ مخنيوي مېكنزم پشمول نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې ھغٶي د هند په رياستي سرپرستۍ كښې د ترهګرۍ په نه رد كېدونكو شواهدو اډانه د پاكستان په وړاندې كړي ډٶزيئر كاروائي وكړي

مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں