اسلام آباد كښې د تېرو دوو مياشتو په مهال په يوه ورځ كښې تر ټولو زيات د كورونا كېسونه رامخې ته شول

image

اسلام آباد۔26 نومبر(اے پی پی) اسلام آباد كښې د تېرو دوو مياشتو په مهال په يوه ورځ كښې تر ټولو زيات د كورونا كېسونه رپورټ شوي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال اسلام آباد كښې 576 نوي د کووېډ۔ 19 کېسونه رپورټ شوي۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال 6 نور رنځوران د دې وائرس د لاسه په حق رسېدلي ۔ د شورؤ په ورځ 424 او د نهې په ورځ 537 كېسونه رپورټ شوي وو۔ په وفاقي پلازمينه كښې تر دې دمه 28 زره 555 كېسونه رپورټ شوي۔ د دې وباﺀ د لاسه اسلام آباد كښې تر دې دمه 297 كسان مړه شوي۔ بلخوا 22 زره451 رنځوران د دې رنځ نه ښه شوي هم دي۔ د اسلام آباد انتظاميې د اېس او پيز په خلاف ورزۍ كولو ځينې دكانونه ٬ وركشاپونه او هوټلې سيل كړي۔ په دې صورتحال تبصره كولو سره د قومي روغتيا وزارت يو عهدېدار ووئيل په كورونا وائرس قابو موندلو له په ځائي كچه يو شمېر انتظامي پرېكړې شوي۔ دغسې هغه وګړو ته د اېس او پيز عملي كولو مشوره وركړه۔

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں