پاكستان د ټولې نړۍ څخه راتلونكو سېلګرو لپاره زړه راكښونكې او محفوظ هېواد ے. د اروپائي اېتلاف سفيره

image

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) په پاكستان كښې د اروپائي اېتلاف سفيرې آندرولا كمينهارا وئيلي دي چې پاكستان د دلفريب مناظرو، موسم، حياتياتي تنوع، مېلمستيا او د تاريخي كلتوري ورثې په لحاظ د ټولې نړۍ څخه راتلونكو سېلګرو لپاره زړه راكښونكې او محفوظ هېواد ے. د اتوار په ورځ اے پي پي سره په مركه كښې هغې د اروپائي اېتلاف سفيرې ووئيل چې زه خوش قسمته يم چې د بلوچستان، سندھ، خېبر پښتونخوا او د پنجاب د ځينې حېرانونكو سيمو دوره مې كړې او هيله لرم چې د كووډ-19م د صورتحال ښه كېدو نه پس به ما لپاره د هېواد د ښكلا كتلو ډېرې موقعې په لاس راشي. هغې ووئيل چې د دې هېواد ډېر قدرتي برخې لا هم نه دي رامخې ته شوې. هغې ووئيل چې د پاكستان د قراقرم پراخا غره ايزې سيمې ، مسحوركن شمالي سيمې او په سوئيل كښې تر ساحل سيمې د سيلګرې ډېر صلاحيت او موقعې لري. هغې ووئيل چې ضرورت د دې خبرې دے چې د سېلګرې دا ډېر موقعې په كار راوستلو سره صحيح د سېلګرې پالېسې معرفي كړې شي او داسې د سېلګرې سيمو ته رسنې لپاره بنيادي ودانې ښې كړې چې كومې چې تراوسه نه دي رامخې ته شوې. هغې ووئيل چې اروپائي اېتلاف په دې خبره باور لري چې د كلتوري ورثې وده نه يوازې سېلګرې لپاره بلكې امن او خبرو لپاره هم ضروري ده.

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں