اسلام آباد 05 جنوری (اے پی پی) د قومی اسمبلۍ سپیكر اسد قیصر سره د نهې په ورځ د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپیكر سید امجد علی زیدی پارلیمنټ هاؤس كښې ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې د ګلګت بلتستان ډپټی اسپیكر نذیر احمد هم موجود ؤ۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او د هېواد په مجموعی سیاسی صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قومی اسمبلۍ سپیكر اسد قیصر ووئيل ګلګت بلتستان د پاكستان اټوټ انګ دے اوسنې حكومت ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره لوظي دے۔ حكومت د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره په ترجیحی بنیادونو اقدامات كوي۔ده ووئيل سی پیك سره به سيمه كشې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پيل شي۔سی پیك كښې ګلګت بلتستان مهم كردار لري۔ ګلګت بلتستان ګڼ قدرتی وسائل لري كوم به چې كارولو سره د ګلګت بلتستان پرمختګ زياتولې شي۔تير وخت كښې ګلګت بلتستان سره شوې ناانصافیو ازاله كر كولو سره به د اولس احساس محرومی ختمولې شي۔ د ګلګت بلتستان سپیكر سی پیك ترمخه روانو پروژو نګرانۍ لپاره د سی پیك كمېټۍ جوړولو تجويز وړاندې كړو ۔ ده ووئيل سی پیك ترمخه تعلیم څانګې لپاره يو بلین ډالر بجټ بيل كړې شوي. د قومی اسمبلۍ سپیكر اسد قیصر امجد علی زیدی له د اسپیكر او نذیر احمد له د ډپټی اسپیكر چوكۍ په سنبالولو مباركي وركړه۔ د ګلګت بلتستان اسپیكر امجد علی زیدی د قومی اسمبلۍ اسپیكر مننه كولو سره د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره د هغه جذبه وستائله۔