مارګله- د ټرېل – 5 ښكلے او صفا چاپېرچل په كتلو راته خوشحالي شوې۔ د صدر ډاكټر عارف علوي ټويټ

image

اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي مارګله كښې د ټرېل – 5 ښكلے او صفا چاپېرچل په كتلو راته خوشحالي شوې۔ د اتوار په ورځ خپل يو ټويټ كښې صدر ووئيل زه د سحر لمونځ نه وروسته 7 بجې په اوږ واك لاړم۔ 17 كلن نمسې ظافر ماسره وو۔ اول مونږ په مارګله كښې په ټرېل – 5 واك وكړو۔ هوسۍ ٬ بيزوګان ٬ مرغۍ او نور ځناور مو وليدل۔ صدر ووئيل لاره صفا وه۔ دې نه دا برېښي چې مونږ پاكستانيان زيات ذمه وار جوړېدو پلو روان يؤ۔ د مال لپاره د وياړ وړ ده۔ صدر ووئيل نزدې تر 4 بجو زما واك جاري وو۔ زه د پروټوكول نه لرې د ګرځېدو راګرځېدو هڅه كوم دغسې چې هغه خلقو ته تكليف نه وي كوم چې ددې هېواد اصل مالكان دي۔ صدر ووئيل نزدې 20 كلوميټر مزل ما وكړو او 600 ميټر بره لاړم كوم چې د 182 منزلونو برابر دے۔ هغه ووئيل ما يوه ښكلې ورځ تېره كړه او د لوئے څښتن په فضل زه بېخي فټ يم۔(

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں