راوي سټي او آئي لېنډ سټي لوئې منصوبې دي٬ ځائي خلقو لپاره به روزګار زيات شي او د دوي معاشي حالت به ښه شي۔وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 17 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي راوي سټي او آئي لېنډ سټي لوئې منصوبې دې٬ ځائي خلقو له به روزګار زيات شي او د دوي معاشي حالت به ښه شي٬ سرمايه كارو لپاره دې د سرمايه كارۍ د كنفرنس تابيا وكړې شي، د بهرنيو سرمايه كارو دې منصوبو كښې د خوښۍ اغستو څخه دې بشپړه ګټه پورته كولو لپاره جامع لائحه جوړه كړې شي٬ دواړه منصوبې به د شهري تعميرات او ډوېلپمنټ پحقله د تقليد وړ ماډل ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د راوي اربن ډويلپمنټ او پاکستان آئي لېنډ منصوبو د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزير سيد علي حېدر زېدي، د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګِل، د پاکستان آئي لېنډ ډويلپمنټ اتھارټۍ چيئرمېن عمران امين، د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن ليفټينيټ جنرل (ر) انورعلي حېدر او ډپټي چېئرمېن ګډون وكړٶ۔ په غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې د پنجاب اعلٰې وزير مرستيال ډاکټر سلمان شاہ، دپنجاب چيف سېکرټري، ٬ راشد عزيز او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ته ووئيل شول د راوي اربن سټي منصوبې لپاره ډيزائن او کنسټرکشن کنسلټنټ تعينات كړے شوي او سرمايه کارو لپاره پروګرام هم جاري كولو لپاره تياري بشپړې دې ٬ د دې نه علاوه د پنجاب حکومت په اصولي توګه د فنډز جاري كولو منظوري هم وركړې ،د پاکستان آئي لېنډ ډويلپمنټ اتھارټي پحقله وزيراعظم خبر كړے شو چې د ټيکنيکل کنسلټينسي جانچ پړتال روان دے او ماحولياتي تحفط لپاره په پاكستان ليډسے د تفاهم په يادښت لاسليك شوے، دغسې په جزائر د موجود مېنګروز تحفظ لپاره د “بين الاقوامي ميېنګروو الائنس” سره د تفاهم په يادښت هم لاسليك شوے ۔ وزيِراعظم عمران خان د دواړو منصوبو پحقله د متعين كړي وخت او هدفونو بشپړولو امر كولو سره ووئيل راوي سټي او آئي لېنډ سټي ډېرې لوئې منصوبې دي٬ځائي خلقو له به روزګار زيات شي او د دوي معاشي حالت به ښه شي٬ سرمايه كارو لپاره دې د سرمايه كارۍ د كنفرنس تابيا وكړې شي، د بهرنيو سرمايه كارو په دې منصوبو كښې د خوښۍ لرلو څخه دې بشپړه ګټه پورته كولو لپاره جامع لائحه جوړه كړې شي٬ دغسې چې دواړه منصوبې د شهري تعميرات او ډوېلپمنټ پحقله د تقليد وړ ماډل ثابت شي

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں