اسلام آباد۔13دسمبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې دي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د وائرس 3693 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 72 رنځوران مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائروس 42 زره 222 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه د دې وبا نه ګرد هېواد كښې 3 لکه 83 زره كسان ښه شوي۔ ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړې شويو وېنټی لېټرز د كورونا 353 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 46629 او د ځپليو 4 لکه 38 زره 425 ته رسېدلې ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه 8 زره 796 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 60 لکه 32 زره 390 ټېسټونه شوي۔ د كورونا درملنو له خاص كړې شويو د ګرد هېواد 613 روغتونونو كښې د 3011 رنځوران داخل دي