اسلام آباد 17 دسمبر(اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي چې پاکستان د سماجي تحفظ، د غربت تخفيف، ټېکسټائل او د ډېري په اړه نور هېوادونه خپلو تجربو كښې شاملولو لپاره چمتو دے٬ موجوده حکومت د احساس پروګرام د لارې سماجي تحفظ او د غربت خاتمې لپاره اقدامات كوي د كومې په نړيواله كچه هم ستائنه كېږي۔ ده دا خبرې د اسلامي پرمختيائي بانك په مرسته پاکستان ميپنګ ريسورس سنټر رپورټ اجرا په موقع كړې۔ د زيارت په ورځ د رپورټ جاري كولو آن لائن دستورې د ګډې مشرۍ مخدوم خسرو بختيار او اسلامي پرمختيائي بېنك صدر ډاکټر بندر حجار وكړه۔ په دې رپورټ كښې د زراعت ، په زراعت د آډانه صنعت، د فارماسيوټيکلز صنعت او د انفارميشن ټيکنالوجي غوندې د څلورو اهم څانګو احاطه شوې ده۔ په رپورټ كښې د 16 پاکستاني ادارو پروفائل وركړې شوې دي كومې چې په اړوند څانګو كښئ پراخه تجربه لري او دې ادارو د اعتماد وړ ټېكنالوجيز د لارې داسې پوهه حاصله كړې ده كومه چې غړو هېوادونو سره شېئر كېدې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د پاکستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د اسلامي پرمختيائي بېنك د كردار ستائنه كولو سره د بېنك مننه هم وكړه ۔ په دې موقع ډلو د دوه اړخيزه مرستې روانې ساتلو لپاره د عزم پخلې وكړو۔ په آن لائن غونډه كښې د اسلامي پرمختيائي بېنك د غړو هېوادونو عهدېدارو او پوهانو هم ګډون وكړو