اسلام آباد۔11جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان نن د ګل په ورځ د پاکستان اولني انسټنټ ډیجیټل پېمنټ سسټم “راست” پرانسته كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا پروګرام د وزیراعظم د ډیجیټل پاکستان ویژن برخه ده چې مقصد ئې د ټولنې كمزورې طبقې د هېواد د رسمي معيشت برخه جوړول دي۔ د دې پروګرام د لارې به د روپو په سمدستي ٬ سپېځلي او محفوظه ډول منتقل كول ممكن شي۔