د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ترجيحي څانګو د جاج اغستو په لړ كښې د زراعت پحقله مهمه غونډه

image

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ترجيحي څانګو د جاج اغستو اوونيزې غونډې په لړ كښې د زراعت پحقله مهمه غونډه شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو مخدوم خسرو بختيار، سيد فخر امام، خاص مرستيال عبدالرزاق داؤد، ډاکټر معيد يوسف او اړوندو لوړ پورو ګډون وكړو او د دې نه علاوه د څلورو واړو صوبو چيف سېكرټريز د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د سسټين اېبل ډويلپمنټ پاليسي انسټيټيوټ په مرسته د جوړ كړي فوډ سېكورټي ډېش بورډ په پېشرفت بريفنګ وركړے شو او ورته ووئيل شول ډېش بورډ په تكنيكي توګه بشپړولو سره فوډ سېكورټي وزارت ته وركړے شوے ٬ د دې نه علاوه وزيرِاعظم ته ووئيل شول د ډېش بورډ په مرسته پرېكړې كولو لپاره پكار ډېټا ترلاسه كول د صوبو په مرسته باوري كوٶ او دې لپاره د صوبو د اړوندو څانګو استعداد زياتوٶ۔ دا هم وزيراعظم ته ووئيل شول د ډېټا ترلاسه كول د نجي او سركاري ذريعو څخه باور كولو سره سره په ډېش بورډ كښې د چينو او غنمو نه علاوه د كم معياد د غلې لكه د سبزو كهپت او د ترلاسه كېدو نګراني به هم كولې شي۔ وزيراعظم د سمې ډېټا ترلاسه كولو لپاره د چينو په خرڅ د ژور نظر ساتلو او د اوړو د ژرندو څخه د ترلاسه شوو معلوماتو نه هم خبر كړے شو۔ دغسې وزيرعظم د دې اقداماتو ستائنه كولو سره ډيش بورډ په ترجيحي بنيادونو فعاله كولو زور رواړو۔ وزيراعظم ووئيل په راتلونكو لسو كالو كښې فوډ سېكورټي پاكستان لپاره ډېر اهميت لري او دې لپاره په منصوبه دې په سختۍ سره عمل وكړے شي او داسې ادارې كومې چې په ډېټا وركولو كښې سستي اختياروي د هغي په ضد دې كاروائي باوري شي۔ وزيراعظم شوګر ملز څخه د چينو د خرڅ په سپېځلې ډول د نګرانۍ امر كولو سره ووئيل سمه ډېټا په سباٶن كښې د بحرانونو نه بچ كېدو لپاره په فېصله سازۍ كښې كليدي اهميت لري۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں