د ستمبر په 30مه نېټه كال 2020م پاې ته رسېدلې درې مياشتنې كښې د آن لائن بېنكنګ صارفينو په شمېره كښې 36 فيصده اضافه شوې. اېس بي پي

image

اسلام آباد 06 دسمبر(اے پي پي) د ستمبر په 30مه نېټه كال 2020م پاې ته رسېدلې درې مياشتنې كښې د آن لائن بېنكنګ صارفينو په شمېره كښې 36 فيصده اضافه شوې. د پاكستان سټېټ بانك ﴿اېس بي پي﴾ لخوا جاري شوي رپورټ له مخې د كال 2020م د جولائي نه تر ستمبر د صارفين شمېره 13.22 مليون ته رسېدلې. د رپورټ له مخې په دې موده كښې د ټرانزېكشنز شمېره 253.7 مليونو ته رسېدلې چې له مخې ئې د 19.12 كهرب روپو لېن دېن شوے. د يادونې وړ ده چې د جون په 30مه نېټه كال 2020م كښې د پاې ته رسېدلې درې مياشتنې په مهال د اي بېنكنګ د ټرانزېكشنز شمېره 206.5 مليونه وه او د دې ټرانزېكشنز د لارې د 15.27 كهربه روپو لېن دېن شوے و.

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں