د 24 ساعتونو په مهال د كرونا 2 زره 885 كېسونه٬ 89 كسان په حق رسېدلي٬ 33 زره 610 ټېسټونه شوي٬ د اېكټيو كېسونو شمېره 44 زره 241 شوه۔ اېن سي او سي

image

اسلام آباد 08 دسمبر(اے پي پي) نېشنل کمانډ اېنډآپرېشن سنټر (اېن سي او سي) د كرونا وائرس پحقله تازه شمېرې جاري كړې دي۔ د نهې په ورځ د اېن سي او سي جاري شمېرو له مخې د 24 ساعتونو په مهال د دوه زره 885 رنځورانو ټېسټونه مثبت راغلې د كرونا وائرس په سبب 89 كسان په حق رسېدلي دي. په دې مهال د 33 زره 610 كسانو ټېسټونه شوي دي۔ تر اوسه ګرد هېواد كښې د كرونا څخه د صحت مند شويو كسانو شمېره 3 لكه 70 زره 451 ته رسېدلې ده ۔بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې د كرونا يو رنځور په دا مهال په وينټيليټرز موجود نه دي او ګرد هېواد كښې د كرون وائرس لپاره په مختص 1765 وينټيليټرز كښې د 336 رنځورانو موجود دي۔ ګرد هېواد كښې د كرونا د اېكټو كېسونو شمېره 44 زره 241 ده او د ځپلې شوې رنځورانو شمېره 4 لكه 23 زره 179 ده۔ ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس څخه د مړو كسانو شمېره8 زره 487 ته رسېدلې ده۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال 41رنځورانو په روغتونونو كښې د كرونا وائس له امله مړه شوې دې۔ تراوسه په ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس 58 لكه 27 زره 852 ټېسټ شوې دې۔ ګرد هېواد كښې كرونا وائرس درملنې لپاره په مختص 616 روغتونونو كښې 3 زره 94 رنځوران بستر دي۔

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں