اسلام آباد 09 دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د سكردو ښكلي عكسونه په ټويټر شريك كړي دي. د شورو په ورځ وزيراعظم عمران خان سكردو د ښائسته عكسونو د لارې په ټويټر اكاٶنټ په ډاګه كړے او وئيلي ئې دي چې څو ورځې وړاندې ده د ګلګت بلتستان ښائسته عكسونه شريك كړي وو او د دې نه پس هغه اوس د سكردو د سيمو ښكلا د عكسونو د لارې په ډاګه كوي. د وزيراعظم فالوورز د هغه د ګلګت بلتستان او د سكردو عكسونه ډېر خوښي كړي دي او په لږ وخت كښې د زرګونو په شمېر خلقو د ده لخوا شريك كړې شوي عكسونه لائك او ري ټويټ كړي دي.