اسلام آباد11 دسمبر (اے پی پی) نېشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر (این سی او سی) له مخې دا مهال هېواد كښې د كورونا مثبت كیسونو شرح 7.15 فیصده ده۔د جمعې په ورځ این سی او سی د اړخه جاري شوې شميرې له مخې د كورونا كیسونو مثبت راتللو تر ټولو زياته شرح كراچۍ كښې 18.43 فیصده رامخې ته شوې ، دې نه پس میرپور 14.29 فیصد او پېښور كښې 11.68 فیصده وه۔ ټول هېواد كښې 2 زره 538 د كورونا رنځورانو حالت اندېښمن دے او د اندېښمنو رنځورانو شميره تندۍ سره زياتيږي۔مختلفو وفاقی برخو كښې د كورونا كیسونو مثبت راتللو شرح آزاد جمو كشمیر كښې 7.74 فیصد ، بلوچستان كښې 12.85 فیصد ،ګلګت بلتستان كښې 1.22 فیصد ، اسلام آباد كښې 4.81 فیصد ،خېبر پښتونخوا كښې 8.10 فیصد ، پنجاب كښې 3.89 فیصد او سندھ كښې 12.27 فیصده وه۔دغسې د صوبو بيلو ښارونو كښې مثبت كورونا كیسونو شرح پنجاب لاهور كښې 5.36 فیصده، پينډۍ 6.75 فیصد، فیصل آباد 4.18 فیصد ٬ ملتان 2.57 فیصد، ګوجرانواله 1.28 فیصد، د سندھ ښارونو كښې چې پكښې كراچۍ كښې 18.43 فیصد، حیدرآباد كښې 6.47 فیصد وه ۔ دغسې خېبر پښتونخوا ښارونو كښې دا شرح پېښور كښې 11.68 فیصده،سوات كښې 7.25 فیصد،ایبټ آباد كښې 7.80 فیصد او د بلوچستان كوئټه ښار كښې 8.19 فیصد وه۔وفاقی پايه تخت كښې 4.81 فیصده ٬ د آزاد كشمیر ښارونو میرپور كښې 14.29 فیصد،مظفرآباد كښې 8.29 فیصد او د ګلګت بلتستان ښارونو ګلګت كښې 2.13 فیصده شرح رامخې ته شوې ۔