پاكستان كلين انرجي پلو روان دے۔ تر كال 2030 به د مجموعي توان 60 فيصده ذريعې كلين انرجي او 30 فيصد ګاډي برېښنا ته د اړولو هدف دے۔ د وزيراعظم عمران خان نړيوال ورچوئل سمټ ته خطاب

image

اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان كلين انرجي پلو روان دے۔ تر كال 2030 به د مجموعي توان 60 فيصد ذريعې كلين انرجي او 30 فيصد ګاډي برېښنا ته د اړولو هدف دے۔ پاكستان به د ماحولياتي بدلون په اثراتو قابو موندلو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم په موسمياتي بدلون د پېرس لوظنامې 5 مې سالګرې په مهال نړيواله ورچوئل سمټ ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان په ماحولياتي آلودكۍ كښې برخه يو فيصد نه هم كمه ده ولې بياهم دا خبره د افسوس وړ ده چې پاكستان د آلودګۍ د لاسه د نړۍ 5 م زيات ځپلے هېواد دے۔ هغه ووئيل مونږ دا پرېكړه كړې ده چې د موسمياتي بدلونونو اثرات نه ځان بچ كولو له قدري ذريعې وكاروو۔ په دې لړ كښې مونږ راروان درې كلونو كښی 10 اربه بوټي لګوؤ۔ مونږ د نېشنل پارك شمېره هم زياتؤ كومه به چې د 30 نه تر 45 رسولې شي۔ مونږ پرېكړه كړې ده چې د كوئلې نه به نور توان نه پېدا كوؤ۔ په كوئله د چلېدونكو پلانټ په ځائې مونږ د هائيډرو پاور پلانټ لګولو پرېكړه كړې ده۔ پاكستان كلين انرجي پلو روان دے۔ هغه ووئيل تر كال 2030 د مجموعي توان 60 فيصد برخه كلين انرجي او 30 فيصده ګاډي برېښنا ته د اړولو هدف مقرر كړے شوے دے۔ وزيراعظم خپل خطاب كښې ددې لوظ پخلې وكړو چې پاكستان به د ماحولياتي بدلون په اثراتو قابو موندلو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔

مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں