سپيكر اسد قېصر٬ وفاقي وزير پروېز خټك او علي محمد خان د مواصلات صوبائي وزير ملك شاہ محمد سره د بي آر ټي د مرکزي دفتر دوره وكړه

image

پېښور 28 جنوري(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر٬ د دفاع وزير پروېز خټك او وزير مملكت علي محمد خان د مواصلات صوبائي وزير ملك شاہ محمد سره د بي آر ټي د مرکزي دفتر دوره كړې ده ۔ په دې موقع دوي ته د بي آر ټي چارواكو لخوا په ټولو انتظامي چارو بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښې د چيف اېګزېكټو افېسر پشمول د ټرانس پېښور چارواكو هم ګډون كولو۔ .په دې موقع سپيكر اسد قېصر٬ وفاقي وزيرانو او د ټرانسپورټ صوبائي وزير په بي آر ټي كښې سفر هم وكړو او په بي آر ټي كښې سفر كوٶنكو مسافرو سره ئې خبرې وكړې

مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں