افغانستان كښې امن د ګردې منطقې امن او استحكام لپاره لازم و ملزوم دے۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د افغان طالبانو د سياسي کمېشن پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 16 دسمبر(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي افغانستان كښې امن د ګردې منطقې امن او استحكام لپاره لازم و ملزوم دے ٬ پاکستان په افغانستان كښې مستقل امن او افغانستان سره ګڼ اړخيزه د ورورلۍ اړيكو ته وده وركول غواړي۔ دا خبرې خارجه وزير د افغان طالبانو د سياسي کمېشن پلاوي سره په خبرو كښې وكړې چا چې د شورو په ورځ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ كښې په خارجه وزارت كښې دوي سره ملاقات كولو۔ خارجه وزير د افغان پلاوي په خارجه وزارت كښې هركلے وكړو او وئ وئيل د افغان طالبانو پلاوي سره تېرې دوه غونډې ډېرې ګټورې وي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل په دوحه كښې د امريکې او طالبانو ترمېنځه په شوې امن لوظنامه كښې پاكستان د روغې جوړې خپل ممكن كردار لوبولے۔ د بين الافغان مذاکرات په اړه په قواعدو او ضوابطو صلاح يوه كېدل خوشيبنه ده٬ پاکستان د وړومبۍ ورځې څخه وئيل افغانستان كښې د امن يوازنۍ لاره د نتيجې وړ او جامع مذاكرات دي۔ خارجه وزير ووئيل ما وخت په وخت د بېلا بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره په خبرو كښې د افغان امن عمل او افغانستان كښې بيا روغونې لپاره د نړيوالې ورورولۍ د كردار په ضرورت زور رواړے۔ ده ووئيل سږ كال عبدالله عبدالله، ګلبدين حکمت يار او د افغان اولسي جرګې غړي پاكستان ته راغلي او ھغوي سره ګټور ملاقاتونه شوي او په دې وروستيو كښې وزيراعظم عمران خان هم د افغانستان دوره كړې او هلته هم پاكستان دا پېغام وركړے چې پاكستان په افغانستان د اږودې مودې او مستقل امن خوښي لري۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان د تېرو څو لسيزو راهسې د افغان كډوالو كوربتوب كوي او مونږ د دې افغان كډوالو په عزت سره هېواد ته د ستنېدو خواهش لرو كومې لپاره چې نړيوالې ورورولۍ ته د مرستې خواست كوٶ۔ ده ووئېل مونږ هنرمند افغان زده كوٶنكو لپاره د پاكستان په پوهنتونونو كښې د يو زر وظيفو اعلان كړے دغسې چې دا زده كوٶنكي خپل تعليم بشپړولو نه پس د افغانستان تعمير و ترقي لپاره مرستياله وګرځي۔ ده ووئېل پاکستان چين سره د اقتصادي راهدارۍ په منصوبو كار كوي ٬ دا راهداري د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت ودې لپاره ښه ذريعه ګرځېدې شي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ غواړو چې افغان خاوره د پاکستان په ضد استعمال نه شي۔ ده ووئيل مونږ په دې پوهه يو چې هند پاكستان ته زيان رسولو لپاره خپل وسائل استعمالوي په دې لړ كښې مونږ په دې وروستيو كښې په كوټلو شواهدو او ثبوتونو اډآنه ډوزئير هم نړيوالې ورورولۍ ته وړاندې كړے ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان د خپلو افغان وروڼو سهولت لپاره د ويزے نوې پاليسي اجراء كړې ۔ دغسې د افغان طالبانو پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر په تود هركلي كولو د خارجه وزير مننه كولو سره په افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان د روغې جوړې د هلو ځلو ستائنه وكړه

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں