د تعليم لړې روانه ساتلو لپاره دې ټېكنالوجي په كار راوستلې شي. د صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان برتانيې د اېجوكېشن ګېټ وے كانفرنس ته وېنا

image
APP62-171220 ISLAMABAD: December 17 – President Dr. Arif Alvi addressing to virtual conference on Pakistan-UK Education Gateway. APP

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د كورونا په نتيجه كښې په راپېدا شوي صورتحال كښې د فاصلاتي تعليمې نظام اهميت ډېر شوے، د تعليم لړې روانه ساتلو لپاره دې ټېكنالوجي په كار راوستلې شي، په دې لړ كښې داسې طريقو ته د ودې وركولو ضرورت دے كومې چې يوازې اشرافيه لپاره خاص نه وي، بايد تعليم ترلاسه كول اسان او ارزان وي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پاكستان برتانيې د اېجوكېشن ګېټ وے كانفرنس ته د وېډيو لنك د لارې په خپله وېنا كښې وكړې. صدر په پاكستان كښې د لوړو زده كړو ودې لپاره د لوړو زده كړو د كميسون، د تعليم د وزارت او د برټش كونسل د اقداماتو او مرستې ستائنه وكړه. ده ووئيل د كورونا وباﺀ په مهال د تعليم څانګه ډېره ځپلې شوې خو په دې صورتحال كښې د تعليم په مېدان كښې امكانات هم راپېدا شوي. صدر ووئيل په دې بحران كښې د فاصلاتي نظام تعليم اهميت ډېر شوے. په دې لړ كښې د ټېكنالوجې اهميت هم زيات شوے. د ټېكنالوجې په مرسته د تعليم لړې روانه ساتلو له مرسته تر لاسه شوې خو بايد دا اړخ په نظر كښې وساتلے شي چې داسې طريقې وكارولې شي چې ورسره عامو خلقو لپاره تعليم ترلاسه كول ارزان او اسان شي. صدر ووئيل پاكستان د غېر اشرافيه ټولنې جوړېدو پلو روان دے. بايد د تعليم په مېدان كښې داسې طريقې رائج نه كړې شي كومې چې يوازې اشرافيه لپاره خاص وي. ده ووئيل په پاكستان كښې مېرمنې بااختياره كولو لپاره د كار كولو ضرورت دے. دې مقصد لپاره د تعليم او روغتيا اسانۍ وركولو ته پام كولې شي. صدر ووئيل په پاكستان كښې علامه اقبال اوپن يونيورسټي او ورچوئل پوهنتون د وړاندې نه فاصلاتي تعليم لپاره لوي خدمات ترسره كوي. د كورونا په وباﺀ كښې د دې نظام اهميت ثابت شوے. صدر د برټش كونسل د مرستې هركلے كولو سره ووئيل د لوړو زده كړو ودې لپاره د دې مرستې لا زياتولو ضرورت دے. صدر عارف علوي په دې لړ كښې د سمندر پورې پاكستانيانو د كردار ستائنه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں