د مريم نواز لخوا لاړكانه ته تګ د” بهر جګړه او دننه خور او ورور” د تاريخي حقيقت څرګند ثبوت دے. د شبلي فراز ټويټ

image

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې نن به د ذوالفقار علي بهټو او بي بي شهيدې روح ته تكليف رسېدلې وي، د هغوي د فلسفې او نظرياتو بدتره مخالف نن د دوي كور ته رسېدلي دي، د دوي اېجنډا د خپل ذات نه پېل كېږي او په خپل ذات پاې ته رسي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې دوي اولس لپاره هېڅ نه لري. ده ووئيل چې د مريم نواز لخوا لاړكانه ته تګ د ” بهر جګړه او دننه خور او ورور” د تاريخي حقيقت څرګند ثبوت دے. د لاهور او لاړكانه په سړكونو د يو بل راښكلو اعلان كوونكي د يو بل د كور مېلمانه جوړ شوي دي. ده ووئيل چې دا د دوي اصليت دے. دا د اولس په وړاندې يو څه او په شا بل څه وي. په هېواد كښې چې كله هم د كرپشن، دوه نمبرې، هارس ټرېډنګ، چهانګا مانګا، چمك او د بريف كېس نوم راځي نو د نواز شريف نوم به اخستلې شي. ده ووئيل چې عمران خان اولس لپاره تابعدار او غلو لوټ كوونكو لپاره تاڼې دار دے.

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق
متعلقہ مضامین
مزید خبریں