اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي چې د نون ليګ دانشورانو معيشت ديواليه كېدو ته نزدے كړے وو۔ ريكارډ خسارې ٬ خالي زرمبادله ٬ ګرانه برېښنا ٬ د ګېس سوداګانې ٬ فاټف ګرے لسټ د دوئي يو شمېر كارنامې وې۔ د خالي په ورځ خپل ټيوټ كښې هغه ووئيل نړيوالو ادارو زمونږ معيشت اپرګرېډ كړے دے۔ د نړۍ معيشت د كورونا د لاسه راغونډېږي ولې د پاكستان معيشت وده كوي۔ هغه ووئيل د روغتيا نړيواله اداره او ورلډ اكنامك فورم د پاكستان ستائنه كوي او په خارجي چارو كښې هم د پاكستان مقام د پخوا په مقابله كښې ډېر ښه دے۔ هغه ووئيل ځينې خلق يو وارې بيا هېواد ادارو سره جنګ او د كرپشن پلو ټېله كول غواړي۔ هغه ووئيل هغوي ته به د وړاندې په ډول مايوسي وشي