د ملګرو ملتونو مبصرين په نخښه كول د هندي سفاكيت او پاګل پن انتها ده۔ وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور

image

اسلام آباد۔ 19دسمبر(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په اېل او سي د هندي جارحيت او ناترڅه ډزو غندنه كولو سره وئيلي دي د ملګرو ملتونو مبصرين په نخښه كول د هندي سفاكيت او پاګل پن انتها ده۔ ه دې ځائې څخه د جاري كړې شوي بيان له مخې علي امين ګنډاپور ووئيل هند په اېل او سي د جنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزي كوي۔ هغه ووئيل د هند لخوا د كومې هم اشتعال انګېزۍ به خله ماتې ځواب وركولے شي۔ د هندي مبصرينو په نخښه كولو كاروائۍ نه د هندي انتهاخوښۍ اندازه لګېدې شي۔ علي امين ګنډاپور ووئيل چې ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ له به د هندي انتها خوښۍ اقداماتو مخنيوې كول وي۔ هغه زياته كړه چې د نازي جرمني په فلسفه عمل كوؤنكې انتها خوښې هند نړيوال امن لپاره يو لوېے خطر جوړ شوے دے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں