وزیر اعظم عمر ان خان به د ساهیوال دورې په مهال د احساس مستحقو مېرمنو سره ملاقات كوي

image

اسلام آباد 28جنوری (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان به (نن) د جمعې په ورځ د ساهیوال دورې په مهال د احساس مستحقو مېرنو سره ملاقات كوي٬ وزيراعظم عمران خان به په ساهيوال ډويژن كښې مستحقينو او زده كوونكو له د احساس د لارې د سود نه غېر د قرض چېكونه او احساس انډرګريجوېټ سكالرشپ وركوي۔د تخفيف غربت او سماجي تحفظ ډويژن څخه جاري خبر پاڼې له مخئ په مارچ 2019 كښې د احساس پروګرام جاري كولو نه پس د سيمې پسمانده طبقو بهترۍ لپاره د احساس مختلف اقدامات كفالت٬ ډيجيټل تعليم ٬انډرګريجوېټ سكالرشپ او د سود نه غېر قرض پشمول په نورو اقداماتو عملدرآمد شوے۔ د احساس پروګرام له مخې د اصلاح شوې ډيجيټل تعليم پروګرام د لارې د 9864 بې وسه غريبو كورنيو د پرائمري سكول 18 زره 886 ماشومان د مشروط مالي مرستې تعليمي پروګرام څخه مستفيد كېږي۔د دې نه علاوه د كورونا وائرس رنځ نه وروستو د ساهيوال ډويژن 504,205 كورونو كښې د احساس ايمرجنسي كيس له مخې 6 اربه روپۍ تقسيم شوي٬ په تېر يو نيم كال كښې 42,127 مستحقو كسانو (69 فیصد مېرمنو) ته د احساس نېشنل پاورټي ګريجوېشن اقدام له مخې 1.6ملین روپۍ د سود نه غېر قرض وركړے شوے۔د احساس کفالت د لارې 115,867 غریبې كورنې د 2000 روپو مياشتنۍ وظيفې څخه مستفيد كېږي۔ د نوې کفالت مستحقینو له به ادائيګۍ د سبا څخه پیل كېږي ۔د احساس انډرګریجویټ سکالرشپ پروګرام له مخې ساهیوال، اوکاړه او پاکپتن مستحقو ته او ذهینو زده كونكو له به 1,308 سکالرشپس وركولې شي۔د احساس له مخې راتلونكي پړاؤ كښې به د احساس نورو اقداماتو دائره كار ته پراختيا وركولې شي

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں