د کورونا چیلنج باوجود د پاکستان معیشت بحالۍ پلو روان دے، د صدر ډاکټر عارف علوی د سوداګرو پلاوي سره خبرې

image
APP24-110121 ISLAMABAD: January 11 - A delegation of business community, led by Haji Tahir Naveed, meeting President Dr. Arif Alvi, at Aiwan-E-Sadr. APP

اسلام آباد11جنوری (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي د کورونا چیلنج باوجود د پاکستان معیشت بحالۍ پلو روان دے، حکومت د کاروبارې طبقې مسائلو څخه خبر دے او کاروباردوسته ماحول وركولو له ګامونه پورته كوي۔ده د سوداګرو پلاوي سره خبرې كولې چا چې د ګل په ورځ د حاجی طاهر نوید په مشرۍ كښې ده سره ملاقات كولو ۔ صدر ووئيل حکومت د کورونا وبا په مهال کاروباری طبقې او کمزورو طبقو لپاره د 1.2 کھرب معاشی پیکیج وركړے۔ ده ووئيل حکومت د کورونا په مهال معیشت د وبا منفی اثرات څخه بچ كولو لپاره پرانستے ساتلے، دغه وجه ده چې د کورونا باوجود د پاکستان معیشت د بحالۍ پلو روان دے۔ ده ووئېل د هېواد برآمدات زيات شوي او ترسیلات زر كښې 24.9 فیصده اضافه د هېواد معیشت كښې د ښه والي علامات دي ۔صدر عارف علوی په بزنس کمیونټۍ زور راوړو چې خصوصی كسانو له د هغوي د صلاحیتونو او قابلیت له مخې نوكرۍ وركړي۔موجوده حکومت د کاروباري طبقې مسائلو څخه خبر دے او کاروباردوسته ماحول وركولو له ګامونه پورته كوي۔په دې موقع تجارتی پلاوي د حکومت په کاروبار دوسته پالیسیو او د کورونا په مهال ریلیف پیکیج وستائلو

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں