اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د كشمير مسئله په نړيواله توګه پورته كړې ، وفاقي حكومت به د كشمير پريميئر ليګ ډاډګيرنې له په زړه پورې كار كوي۔ د شورؤ په ورځ د كشمير پريميئر ليګ ټيم مظفر آباد هېډ آفس كښې د ټيم لانچنګ په اړه دستوره كښې وفاقي وزير علي امين خان د خاص مېلمه په حېث ګډون كولو۔ په دې موقع دستوره كښې سېنېټر فېصل جاوېد ٬ سېنېټر طلحه محمود او د مظفرآباد ټائيګرز ټيم فرنجائز مالك او سي اي او ارشد خان تنولي ٬ د مظفر آباد ټائيګرز صدر او كپتان شاهد خان آفریدی هم موجود وو۔ وفاقی وزیر علی امین د كشمير پریمیئر لیګ منتظمينو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل وزیراعظم عمران خان د كشمير مسئله په نړيواله توګھ پورته كړې۔ مقبوضه كشمير كښې به ډېر زر د هند ظلم او زياتې ختم شي۔ هغه ووئيل حکومت به د کشمیر پریمیئر لیګ ډاډګيرنې له په بشپړه ډول كار كوي۔ د كشمير چارو وزارت به کشمیر پریمیئر لیګ كاميابولو له هر ډول مرسته كوي۔ د لوبو راجوړول ځوانانو كښې د مقابلې صلاحيت راپېدا كول دي۔ دستورې ته اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد خپل خطاب كښې ووئيل کشمیر پریمیئر لیګ سره به د آزاد کشمیر ټېلېنټ رامخې ته شي۔ هغه زياته كړه چې پخوا د ځوانانو لوبغاړو د صلاحيتونو رامخې ته كولو هېڅ نظام نه موجود نه ؤ