وفاقي کابينې د آډيټر جنرل آف پاکستان ادارہ لا خپلواكه، اختيار منده او سپېځلې جوړولو لپاره قانوني بدولونه٬ د سندھ په ضمني ټاكنو كښې د رېنجرز د تعيناتۍ پشمول د 15 نكاتي اېجنډې منظوري وركړه، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ميډيا ته بريفنګ

image
APP32-120121 ISLAMABAD: January 12 - Federal Minister for Information and Broadcasting, Senator Shibli Faraz briefs the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 12 جنوري(اے پي پي) وفاقي کابينې د آډيټر جنرل آف پاکستان ادارہ لا خپلواكه، اختيار منده او سپېځلې جوړولو لپاره د قانوني بدولونو كولو٬ د سندھ په ضمني ټاكنو كښې د امن ساتلو په خاطر د پاكستان رېنجرز د تعيناتۍ پشمول د 15 نكاتي اېجنډې منظوري وركړې ده‘ کابينې په اسلام آباد كښې د حق رسيدلي زلمي اسامه ستي والدين له د قانوني كاروائې او د انصاف وركولو باور وركړے٬ کابينې د بې دركه شوو كسانو پحقله د تشويش څرګندونه كولو سره د دغې بې دركه كېدو خاتمې لپاره د قوانين جوړولو سپارښتنه كړې ۔ د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنېټر شبلي فراز د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس د شوو پرېكړو په اړه بريفنګ وركولو كښې ووئيل د تېرو دوو كالو راهسې د هرې نهې په ورځ د كابينې غونډه كېږي نن په 15 نكاتي اېجنډا غور شوے۔ ده ووئيل د آډيټر جنرل آف پاکستان د فنکشنز پحقله بل وړآندې كوٶ چې مقصد ئې اختيارات زيات واضح كول٬ سپېځلتيا راوستل او د كار دائره زياتول دي٬ ده ووئيل وړاندې چې څومره خپلواكه باډيز وې د ھغې آډټ د نجي څانګې څخه كېدو خو اوس همكارۍ لپاره نېشنل بېنك آف پاكستان او تر او جي ډي سي ايل وغيرہ د آډيټر جنرل دائرہ کار پراخه كړے شوے ٬ د آډټ پيرا د دوه نوعيت وي په ھغې كښې د طريقه كار نقائص او د سنسي خېزۍ عنصر شامل دي٫ دې بدلونونو سره به د آډټ په طريقه کار كښې جدت، د ډيجيټل ټيکنالوجي استعمال او ماهرانه كاروائي به ممكن شي۔ دغسې کابينه د تېلو د قاچاق لاره نيولو په خاطر د اقداماتو نه خبر كړې شوه۔ کابينې ته ووئيل شول په غېر قانوني توګه او قاچاق شوو تېلو خرڅ سره حكومت 180 اربه روپۍ زيان برداشت كوي۔ د قاچاق مخنيوي لپاره دا مهال په ګرد هېواد كښې 192 پټرول پمپ سيل كړې شوي كوم چې په قاچاق شوو تېلو خرڅولو كښې ككړ وو٬ د قانوني کارروائۍ دا عمل به جاري وي۔ د ادارو اصلاحات لپاره د وزيراعزم صلاحكار ډاکټر عشرت حسېن كابينه خبر كړې چې وفاقي حکومت د 100 نه زياتې ادارې بندې يا په نورو ادارو كښې ضم كړې دي دغسې چې په حكومت مالي بوجه كم شي او كاركردګي ښه شي ۔ ده ووئيل نزدېً د 71,000 نه زياتې د (سکيل 1 نه تر 16) چوكۍ كومې چې تر يو كال نه زياته موده خالي پرتې وي ھغه به ختمولې شي۔ کابينه خبر كړې شوه چې د اے جي پي آر اداره كښېں ډيجيټلائزيشن نافذ كوٶ چې ورسره به د كرپشن خاتمې له مرسته تر لاسه شي۔ کابينې د ليګل اېډ اېنډ جسټس اتھارټي اېکټ 2020 له مخې د ډائريکټر جنرل د تعيناتۍ شرائط منظور كړي‘ دا اتھارټي به مستحق او بې وسه طبقو له د انصاف په وركول كښې مالي او قانوني معاونت كوي ۔ کابينې د اېف آئي اے اېكټ 1974 له مخې د اېف آئي اے كمرشل بېنك سركل لاهور ته د پوليس سټېشن درجې وركولو منظوري وركړې ۔ دې منظورۍ نه پس به د اېف آئي اے (FIA) د پوليس سټيشن د عملدارۍ اختيار تر لاهور،قصور ،شېخوپورہ،ننکانه صاحب او تر اوکاړہ پراخه شي چې ورسره به د بېنكارۍ جرائمو په ضد قانوني كاروائي ممكن شي۔ کابينې قامي طب كونسل كښې د ممبرز اغستو او د ايډمنسټريټر لګولو منظوري هم وركړې۔ قامي صحت لپاره خاص مرستګيال کابينه خبر كړه چې ګرد هېواد كښې يو ځل بيا د استعمال شوې سرنج خاتمې لپاره قانون وړاندې كوٶ ۔ کابينې د رېلوے وزارت په نوښار كښې د تعميرات كولو معامله كمېټۍ ته سپارلې چې پكښې به د قانون٬ دفاع٬ تعليم او رېلوے وزيران شامل وي٬ دغسې کابينې سائنس او ټېكنالوجۍ لپاره د پاکستان کونسل د بورډ آف ګورنرز تشکيلولو منظوري وركړې ٬ كابينې د ادارو اصلاحات لپاره د كمېټۍ د دسمبر په 17مه نيټه كال 2020 او 23مه نيټه كال 2020 د غونډو د پرېكړو توثيق كړے۔ کابينې د نجكارۍ لپاره د کمېټۍ د جنورۍ په 4مه نيټه 2021 د پرېكړو هم توثيق كړے٬ کابينې د اي سي سي د جنورۍ په 6مه نيټه كال 2021 د غونډې د پرېكړو هم توثيق كړے او كابينې د يوټيلټي سټورز کارپوريشن د بورډ آف ډائريکټرز د تنظيم نو هم منظوري وركړې ٬ کابينې د تعليم ودې لپاره د ترکيه او د تعليم وفاقي وزارت ترمېنځه د تفاهم د يادښتونو هم اجازه وركړې ۔ کابينې په سندھ كښې د ضمني انتخاباتو په اړه امن په برقرار ساتلو لپاره د پاکستان رينجرز لګولو منظوري وركړې ۔ د کابينې په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر د اسامه ستي كېس پورته هم كړے ٬وزيراعظم د سخت خفګان څرګندونه وكړه چې څنګه يو زلمے په ډزو وژلے شوے ‘ جے آئي ټي خپل رپورټ بشپړ كړے ٬ وزيراعظم په دې خبر زور رواړے چې كه جے آئي ټي څخه كورنۍ مطمئين نه وي نو چې څنګه انكوائري غٶاړي ھغه به باوري كولې شي او په دې پېښه كښې ككړو كسانو له به سخته سزا وركولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير سنيټرشبلي فراز ووئيل براډ شيټ ‘سکينډل 2000 څخه پېل شوے ‘مسلم ليګ (ن) اورپيپلز پارټۍ ته د اېن آر او نه پس دا انكوائري په تيارو كښې غورځولې شوې ٬ د 200 نومونو فهرست وركړے شوے ٶ چا چې بهر هېواد ته رقم منتقل كړے ٶ او دغې لپاره بين الوزارتي کمېټي جوړه كړې شوې وه كومه چې به د ټول كېس او د سر سر نكات جاج اخلي٬ چا چې د هېواد اثاثې لوټ كړې او كمپنو ته چې ئې كومه ادائيګي كړې وه‘ کمېټي به په يو څو ورځو كښې مهم انکشافات كوي۔ده ووئېل قامي خزانې ته زيان رسوٶنكي به بې نقابه كولې شي۔ ده ووئيل د دوه كالو راهسې د هر نهې په ورځ د كابينې غونډه كېږي او د دې غونډو شمېره او پرېكړې د تېرو حكومتونو د لسو كالو نه زياتې دي٬ وزيراعظم د كابينه د هر غړي خبر او تجويز اورېدلې٬ په حقيقي معنو كښې كابينه ذمه وارۍ ترسره كوي۔ ده ووئيل پي ډي اېم ګرد هېواد لپاره پخوانے داستان شوے ٬ داسې تحريك ٶ چې هېڅ بنياد ئې نه لرلو٬ اولس ثآبته كړې چې د كرپشن په ضد اولس بهر راوتے دے او د كرپشن دفاع لپاره نه ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سېنېټ ټاكنو لپاره سپريم كورټ څخه لارښودنه غوښتې شوې٬ د دې مقصد الېكشن سپېځلې كول او د پېسې د استعمال لاره نيول دي‘ د پارلمان بالا ايوان سېنېټ دے دې ته دې ھغه خلق راشي كوم چې زياته تجربه لري او په پاليسۍ جوړولو او قانون سازۍ كښې خپل كردار لوبوي۔ده ووئېل په ماضي كښې به په پېسو خلق سېنېټ ته راتلل د كومو راتګ چې پكار ٶ ھغوي به پاتې شول۔ دوفاقي وزير ووېيل د پي ټي آئي عمرله دا موقف ٶ چې د سېنېټ الېكشن دې په سپېځلې ډول وشي‘ په راتلونكو ورځو كښې عدالت څه راهنمائي اغستل دي او ټول قام ته معلومات پكار دي چې زمونږ مقصد څه دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزر شبلي فراز ووئيل د ډېرو تقاضو په تر سره كولو كښې به تاخير كېدو ځكه پېپرا رولز د واكيسن پرچېز كولو څخه استثني كرے شول او دا استثني د تکنيکي وجوهاتو په سبب يو ځل لپاره ده ۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں