د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې په هېواد كښې په ګراس روډ كچه د لوبو كلتور ژوندے كولو لپاره اقدامات كوو۔وفاقي وزيره ډاكټر فهميده مرزا

image

اسلام آباد01 فروري(اے پي پي)د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې په هېواد كښې په ګراس روډ كچه د لوبو كلتور ژوندے كولو لپاره اقدامات كوو ۔هغې دا خبرې تېره ورځ د پنجاب د لوبو وزير رائے تيمور خان بهټي سره په خپل دفتر اسلام آباد كښې د ملاقات په مهال وكړې۔وفاقي وزيرې سره په دې موقع د پنجاب ډائرېكټر جنرل سپورټس عدنان ارشد هم موجود ؤ۔د ملاقات په مهال د كووېډ 19 د وبائي رنځ نه پس د لوبو په بحالۍ او د لوبغاړو خېرښېګړې لپاره په بېلا بېلو چارو خبرې وشوې۔په دې موقع وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا د لوبو صوبائي محكمې ته د هر ډول مرستې باور وركړو۔د پنجاب صوبائي وزير وفاقي وزيرې ته د پنجاب سپورټس كمپليكس او د لوبو د نورو ودانيو د دورې كولو بلنه وركړه كومه چې وفاقي وزيرې قبوله كړه۔په دې موقع وفاقي وزيرې ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې په هېواد كښې په ګراس روډ كچه د لوبو كلتور ژوندے كولو لپاره اقدامات كوو

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں